د مجلس ځینی نمایندګان، په هیواد کی و ناامنیو او انتحاری بریدونو د ډیریدو په اشاری سره د کابل-واشنګتن د امنیتی پیمان پر بیا کتنی باندی ټینګار وکړ.
نمایندګان د شنبه ورځی په مجلس کی، ټینګار وکړ امریکا سره امنیتی پیمان، د افغانستان د وضعیت پر ښه والی باندی کوم تاثیر نه درلودلي.
همایون همایون؛ د مجلس لومړي معاون وویل؛ د امریکا سره امنیتی پیمان افغانستان امنیتی وضعیت ته کوم ګټه نه دی رسولۍ؛ نو د همدی لپاره د مجلس نمایندګان کولای سی دا پیمان باندی بیا کتنه وکړی.
ښاغلی همایون وویل: ددی پیمان په امضا کیدو سره، نه یواځی په افغانستان کی آرامتیا نه دی راغلی؛ بلکه امنیتی وضعیت ورځ په ورځ خراب سوی دی.
عبیدالله بارکزی؛ د مجلس بل غړۍ هم وویل چی امریکا خپل تعهداتو باندی په امنیتی پیمان کی عمل نه دی کړی او تراوسه دا هیواد د افغانستان سره دوه ګونۍ چلند درلودلی دی.
د هغه په وینا، د امنیتی پیمان د امضا وروسته، د افغانستان مرزی منطقی د پاکستانی نظامی راکتی بریدونو لاندی راغلی دی؛ خو امریکا د امنیتی پیمان وعدو برخلاف، هیڅ عکس العمل د ځانه نه دی ښودلی.
دا لومړۍ ځل نه دی چی مجلس نمایندګان په جدی، صریح او شکاره ډول سره د امریکا سره امنیتی پیمان اثر تر پوښتنی لاندی راولی او د بیاکتنی او حتی د فسخی یا ردولو غوښتونکی یی کیږی.
کارپوهان هم ډیر ځلی پردی نکتی باندی ټینګار کړی دی چی که امنیتی پیمان په یوجانبه ډول سره او یواځی په افغانستان کی د خارجی ځواکونو شتون او ماموریت وخت تمدید کړی وی او په دی منځ کی، د پیمان د امضا کیدو وروسته هیڅ کوم توپیر د افغانستان په امنیتی وضعیت کی رانه سی، دا پیمان د افغانستان خلګو لپاره، یو بی ځایه کاغذ څخه ډیر نه دی.
د هغوی په باور د افغانستان امنیتی ځواکونه، پراخ نظامی او تسلیحاتی مرستو ته اړتیا لری.
ناتو او امریکا د هر مرجع څخه ښه پوهیږی چی هغه ځواکونه چی تراوسه درانده سلاح ګانو ته لاسرسۍ نه لری د دشمن سره په جنګ کی چی دشمن اتمی سلاحوی لری او جمعی وژنی ترسره کوی، د کوم خنډونو سره مخ دی.
د ملی وحدت حکومت مشران ډیرځلی ویلی دی چی د افغانستان امنیتی ځواکونه په لږو امکاناتو او لوړ روحیی سره یواځی څو آماتور او بومی تروریستی ډلو په وړاندی نه جنګیږی، په افغانستان کی د جنګ جاری کوونکی، پاکستان دی؛ هغه هیواد چی حرفه ای او زده کړه ورکړل سوی ځواک سره، نظامی پرمختللی سلاحوو سره، لوی مالی سرچینو او استخباراتی مخوف او پیچلی سازمان په درلودلو سره په افغانستان کی د ټولو فعالو تروریستی جریاناتو څخه، ملاتړ کوی.
دا په داسی حال کی دی چی د نظامی مسایلو د څیړونکو په وینا، د امریکا او ناتو سره امنیتی پیمان امضا په دی بهانی سره چی نوی فصل ددواړو لورو قراردادونو کی اړیکی د پراختیا په حال کی دی، د هغه مسئولیت په وړاندی چی د افغانستان اتمی دشمن په وړاندی د افغانستان دفاع لپاره، سلب مسؤولیت کوی او تروریستانو او د هغه ملاتړکوونکو ته دا امکان ورکوی چی د کابل په امن مناطقو کی، لوی او وینی تویوونکی بریدونه ترسره کړی.
له بلی خوا، منتقدان وایی چی د ناتو او امریکا جنګی ماموریت ختمیدل په افغانستان کی هم په دی معنی وو چی د افغانستان امنیتی ځواکونه د تجهیزاتو په نه شتون، د امکاناتو په نه درلودلو سره، لازم زده کړی او تسلیحاتو په نه شتون او لږ انسانی ځواک سره، مجبوره دی چی د پاکستان د تروریزم تولیدکوونکی ماشین په وړاندی، مقاومت وکړی. دا انصاف نه دی.
دا ټوله په داسی حال کی دی چی د افغانستان ملی وحدت حکومت سرانو او ناتو او امریکا مقاماتو مشترک او دو جانبه کتنو او ناستو کی، نه افغانستان او نه هم غربی طرفونه هیڅ یو هغه تعهداتو ته اشاره نه کوی چی غرب د امنیتی پیمان په چهارچوب کی د افغانستان په وړاندی لری؛ دا په دی معنی دی چی د حنیف اتمر په وینا امریکا سره امنیتی پیمان امضا شروع کولو لپاره د امنیتی پیمان د ماهیت په اړه وویل چی دا پیمان یواځی په افغانستان کی د خارجی ځواکونو لس کلنه حضور مشخصوی او د امریکا او ناتو څخه باید دامنیت تامین انتظار ونه لرو، ښه ثابتوی او دا د پوهانو په باور، عمیقآ ناهیله کوونکی دی او شکاره کوی چی په دی پیمان امضا او تایید او تصویب روند کی دخیل دولتمردان، څنګه د افغانستان ملی امنیت او حاکمیت او ګټی یو جانبه امتیازدهی لپاره ناتو او امریکا ته قرار ورکړی دی.
په دی منځ کی باید د یاده ونه باسو چی د مجلس نمایندګان چی هره ورځ د امنیتی پیمان د بدلون او یا هم فسخی په اړه خبری کوی هم ددی وضعیت په شکل نیولو کی بی ګناه نه دی.
د یاده نه باسو چی د امنیتی پیمانونو د تصویب په وخت کی، همدا نمایندګان وو چی مخالف او منتقد غږونه په ستونی کی خفه کړ او زرغون کارتونو په پورته کولو سره امنیتی پیمانونه قبول کړ. هغوی اوس باید د پیمان څخه وروسته د سخت او خراب وضعیت ځواب ویوونکی هم وی.