مفسران د فاتحه الکتاب شریف سوری په تفسیر کی بالخصوص د الحمدالله دوو کلمو په تفسر کی، بیلابیل برداشتونه ارائه کوی چی داسی په نظر رسیږی چی ښه برداشتونه هماغه دی چی عارف مفسران لکه امام راحل(ره) بیان درلودلی دی.
امام خمینی-ره- د الحمدالله په تفسیر کی وایی: د حمد د لام الف، د لام الف استغراق دی او هر ستایش او حمد او ثنا په بر کی نیسی؛ په دی اساس د الحمدالله معنی نظریه دادی چی هر حمد او ستایش او ثنا او مدح او تعریف او تمجید چی د خدای د بندګانو څخه هر یو، هر کس او هر څه او پدیدی څخه کوی، د هغه بیرته راګرځیدنه الله پاک ته دی.
لوړ تفسیر په اساس، انسان د خدای تعالی بغیر، هیڅ بل موجود نه سو مدحه او ستایش کولای او که غفلتآ هم یو څیز تمجید او مدحی باندی ژبه خلاصه سی، په حقیقت کی خپل خالق مدحه او تمجید کړی دی.
داسی په نظر رسیږی چی لوړ تفسیر حق ته نږدی تفسیرونه څخه دی چی تراوسه غوږونو ته رسیدلی دی.
لوړ تفسیر څخه په نه کتو سره، یو حدیث د اسلام ګران پیغمبر څخه؛ په دی محتوا سره رسیدلی دی چی: ان الله جمیل و یحب الجمال، خدای تعالی خپله ښایسته دی او ښایسته والی یی خوښیږی.
بل حدیث هم د نبی کریم ص څخه نقل سوی دی چی فرمایی: د خدای تعالی او بنده د دوستی نشانه دادی چی هغه ښایسته پیدا کوی او ددی روایت په اساس، هغه ښځی او نارینه چی ظاهری حسن او ښایسته والی درلودونکی دی، قطعآ خپل پیدا کوونکی محبت او توجه وړ ګرځی او همدا خاص ملګرتیا د خدای تعالی دا نسبت دا ډول انسانانو ته، د هغوی مسؤولیت د خدای او دین په وړاندی ډیروی.
د خدای په کتاب کی ښایسته والی بالخصوص د پسرلۍ فصل او د ګل تازه رویش ته خاصه توجه سوی دی؛ تر دی ځایه پوری چی خدای تعالی ددی فصل څخه د انسان پیغام رسولو لپاره او جهان سازی لپاره ګټه اخیستی دی او د نباتاتو دوهم ځل ژوندی کیدل په دی فصل کی، یو مثال او نمونه بولی د انسانانو د بیرته ژوندی کولو لپاره د مرګ وروسته!
هر کال د تازه پسرلی فصل په رسیدو سره، ځینی افراط ګرایان په دینی ټولنو کی ډیر حساس کیږی او ټوله ددی فرصت په لټه کی دی چی مسلمانان ددی ښایسته عمل څخه د پسرلۍ د فصل د تکریم او تجلیل په نیت او د نوی کال د مبارکی په خاطر صادر کړی او هغه وخت هر مسلمان چی تازه دوران ته رسیدلی دی په اعتراض او انتقاد کولو سره باقی مسلمانان په کفر او شرک تورن کړی.
د بحث او موضوع د روشانتیا په خاطر باید وویل سی چی هغه څه چی په شریهت او اسلام کی بدعت بلل کیږی او حرام دی، دادی چی مسلمان او یا مسلمانان د نوی کال تجلیل د اختر په عنوان وکړی چی هغه دوه اسلامی لوی اخترونه؛ کوچنی او لوی اخترونه، دینی مبنی لری او د مقدس شارع له خوا د اختر په عنوان ټاکل سوی دی. بله وو!
په لوړ صورت کی طرف فکر او عمل بدعت دی او په نتیجه کی ویلای سو د نوی کال څخه تجلیل په دی عنوان سره، قطعآ حرام او باطل دی.
خو نه! ځینی مسلمانان په اسلامی ټولنه کی سته چی نوی کال او پسرلۍ فصل ددی لپاره چی د خدای تعالی ښایسته مخلوقاتو څخه دی، ورسره مینه لری او غواړی ددی طبیعی پدیدی د فکر او نظر او رفتار او عمل تجلیل او تکریم کړی؛ بیله دی چی هغه د اسلامی اعیادو څخه وبولی او دهغه څخه د طبیعت د جشن په عنوان یاد کړی، کوم خطا کار ترسره کړی دی او د خدای کوم حرام حلال او کوم حلال حرام کړی دی او کوم بدعت د خدای په دین کی وارد کړی دی؛ تر څو هغوی مشرک او کافر کړو او دهغوی د وینی تویول مباح او جایز وبولو؟!
بل درد لرونکی نکته دادی چی د نوی کال د تجلیل مخالفان د هغه جاهلانو څخه ډیر دی چی د تروریستانو پر اعمالو باندی لکه داعش او طالب او دهغه په شان پر اعمالو باندی سترګی تړلی دی او په ډیرو حالاتو کی دهغوی څخه ملاتړ هم کوی او هغوی د اسلام شریعت مطابق بولی؛ خو د نوی کال تجلیل چی په حقیقت کی یو اخلاقی او انسانی عمل دی او هیڅ زیان او تاوان و مسلمان او غیری مسلمان ته نه رسوی، بدعت، حرام او باطل بولی!.
او آخرني نکته داچی د اسلام مبانی اصولو زده کړو کی، یو اصل وجود لری په دی محتوا سره چی ( کلما حکم به العقل، حکم به الشرع ).
په دی معنی چی د عقل حکم شریعت هم منی او د نوی کال تجلیل او پسرلۍ څخه تجلیل او تکریم کی کوم عقلی او منطقی او هم عرفی منع والی به شتون ولری؛ تر څو شریعت هغه حرام او باطل اعلان کړی او دهغه تجلیل کوونکی کافر او یا مشرک وبولی؟!.
داسی په نظر رسیږی هغه کسان چی د نوی کال تجلیل او تکریم کی مشکل لری نو د عقل او منطق څخه بی برخی دی او هغه وخت به د پسرلۍ ښایسته والی باندی پوه سی چی خپل عقل دکان دروازی قفل خلاص کړی او ددی پرځای چی نور مسلمانان تکفیر کړی، عقل ته مخه کړی.