د امریکا لوړ نظامی مقام په خاورمیانه کی د امریکا کنګری ته ویلی دی چی د افغانستان ځواکونو زده کړی او مشاوری لپاره، احتمالآ ډیرو امریکایی ځواکونو ته په افغانستان کی اړتیا سته.
دا احتمال یی هم رد نه کړ چی د داعش ډلی د مبارزی لپاره، ډیرو امریکایی ځواکونو ته په عراق او سوریه کی اړتیا سته.
هغه وخت چی د پنج شنبی په جلسه کی په سنا کی د مسلح ځواکونو کمیته د جوزف ووتل؛ د امریکا مرکزی ستاد قوماندان پوښتنه وکړ چی د ترامپ دولت لپاره د امریکا نورو ګامونو په اړه د تاریخ لوی اوږد جنګ لپاره دی هیواد ته کوم توصیی لری، وویل: باورلرم ډیر ځواکونو ته اړتیا سته ترڅو د افغانستان ځواکونو سره مرستی او مشاوری ماموریت، موثرتره وی.
جوزف ووتل وویل چی د امریکا ځواکونو په ډیریدو سره په افغانستان کی، په اوسنی تګلاره کی هم بیاکتنه وسی؛ هغه راهبردی یا تګلاره چی ډیر امریکایی سرتیری په مستشاری نقش کی ساتی او امریکایی کمانډو هغه وخت کولای سی جنګ ته داخل سی چی پر هغوی باندی برید وسی.
جیمز متیس، د آمریکا دفاع وزیر، ویلی دی ډیر ژیر به په دی اړه تصمیم ونیسی چی د امریکا سرتیری په افغانستان کی ډیر کړی که نه.
ددی نه مخکی هم جنرال نیکلسون؛ امریکایی ځواکونو قوماندان او ناتو په افغانستان کی، په یو ګزارش کی امریکا کنګری ته، د زرهاوو نظامی تازه سرتیرو د اعزام د اړتیا څخه په افغانستان کی خبر ورکړی وو. دا پیښی د کارپوهانو په باور شکاره کوی چی د امریکایی ځواکونو کمیدل چی د ۲۰۱۴ څخه شروع او حتی د هغه څخه مخکی شروع سوی وو او تر دی آخرو پوری ادامه درلودی اوس خپل آخرو شیبو ته رسیږی او د متحده ایالاتو نطامی او جنګی استراتژی په افغانستان کی، د یو نوی تغیر د تجربی په حال کی دی.
د منتقدانو په باور، ټولی نشانی شکاره کوی چی امریکا په سرعت سره افغانستان ته بیرته ګرځیدو په حال کی دی؛ هغه بیرته ګرځیدنه چی لومړۍ معنی یی، د امریکا او د امریکا همپیمانه مخکنۍ استراتژی ماته د متحده ایالاتو د تاریخ په اوږده جنګ کی دی.
امریکا بیرته راګرځی او لږترلږه یو د دلایلو څخه یی، ناامنی بیرته راګرځیدنه، تروریزم او جنګ و افغانستان ته دی. بنا پردی، د رییس جمهور غنی تعبیر په کامله ډول صحیح دی چی تروریستان په دی بهانه چی خارجی ځواکونه په افغانستان کی شتون لری، جنګ او خرابکاری او تاوتریخوالی باندی اقدام کوی، په داسی حال کی چی د هغوی پراخ او ورځ په ورځ ډیریدونکی فعالیتونه په هیواد کی د خارجی ځواکونو د ډیریدو لامل سوی دی.
په هر حال کی، د نظامی مسایلو د کارپوهانو په نظر، افغانستان ته د امریکایی نظامیانو بیرته راګرځیدنه، په هیڅ ډول سره د وضعیت د ښه والی په معنی نه دی؛ ځکه دا کار، په قوی احتمال سره، د وضعیت د پیچلتوب لامل، د شرایطو خرابیدو او د وژنی او شورش او ترور او بمب ګذاری او... نوی فصل د شروع کیدو لامل به وګرځی او دا په داسی حال کی دی چی دا انتظار کیدله چی د امریکایی ځواکونو او ناتو په وتلو سره د افغانستان څخه او امنیتی مسؤولیتونو انتقال و داخلی امنیتی ځواکونو ته، وضعیت ورځ په ورځ ښه سی او په نتیجه کی دولت وکړای سوای پر اوضاع باندی مسلط سی، امنیتی ځواکونه خودکفا سی او امنیت او ثبات افغانستان ته بیرته راوګرځی؛ خو دا اوضاع برعکس سو. هیڅ نشانه د شرایطو د ښه کیدو څخه په لاس کی نسته؛ ځکه د منتقدانو په باور، ناتو، امریکا او د افغانستان نور استراتژیک ملګری خپلو تعهداتو کی د تروریزم سره د مبارزی په برخه کی او د افغانستان دولت او امنیتی ځواکونو تقویت او تجهیز او مرستی په برخه کی په کامل توګه عمل نه کړی او دا ټوله مسایل، په نتیجه کی ددی سبب سوی تر څو تروریستان یو ځل بیا افغانستان خپل ځالګي باندی بدل کړی.
اوس شرایط په دومره اندازی سره پیچلی دی چی معلوم نه دی په راتلونکی خورشیدی پسرلۍ کی، وضعیت به څنګه وی. د ۲۰ تروریستی بین المللی ډلو څخه ډیر په حاضر حال کی، په افغانستان کی د خپلو پایګاوو د استقرار او استحکام په حال کی دی تر څو په راتلونکی پسرلۍ کی، پراخ جنګونه رامنځته کړی.
دا په داسی حال کی دی چی د صاحب نظرانو په باور، دولت د وضعیت د نظارت کوونکی په شان دی او د ژمۍ په لنډ چانس کی هم کوم بنیادی او سرنوشت سازه کار تروریزم ته د ضربه وهلو لپاره ترسره نه سو.
له بل لوری، تحلیلګران وایی چی اخیری برید د کابل ۴۰۰ بستره روغتون باندی داعش ته نسبت ورکړل سو، ډیر بی ځوابه پوښتنی د دولت امنیتی استراتژی په برخه کی او د تروریزم سره د مبارزی لپاره د دولت آمادګی په اړه منځته راوړی او که دولت ونه سی کولای په پاته سوی لنډ چانس کی د ګرما فصل تر رارسیدو پوری، قانع کوونکی ځواب ارائه کړی، بیله شکه شرایط به په ډیر ناهیله کوونکی ډول سره د دولت، خلګو او امنیتی ځواکونو په زیان او د تروریستی ډلو په ګټه به رامنځته سی او په هغه وخت کی، نور به ډیر سخت کار وی چی حتی د خارجی نظامی ځواکونو په ډیریدو سره هم کوم کار وسی؛ په خاصه توګه په داسی شرایطو کی چی خاجیان نه د هرجانبه حضور په وخت کی او نه هم د هغه وروسته، کوم اساسی او موثره کار د تروریزم د منځه وړنی په برخه کی په افغانستان کی او د تروریزم سره ملاتړکوونکی رژیمونو سره په برخورد کی لکه پاکستان سره نه دی ترسره کړی.