مجیب الرحمن رحیمی؛ د عبدالله عبدالله ویاند د پنجشنبی په ورځ د بلخ والی عطامحمد نور د غوښتنی په وړاندی وویل چی دا غوښتنی حتی د ملی وحدت د حکومت په رهبرانو کی هم نه دی مطرح سوی.
د رحیمی په باور، هغه سهم چی عطامحمد نور غوښتي دی د رییس جمهور غنی سهم به وی او په دی منځ کی، د ریاست اجرایی سهم مطرح نه دی.
عطامحمد نور تیره اوونۍ وویل: ۳۰ سفارته موږته، ۳۰ معینیت موږته، ځینی مستقل اداری، محلی ارګانونو په شمول موږ ته، ۱۰ الی ۱۵ ولایتونه موږ ته. د نړی نیم کنسولګری هم موږ ته راکړل سی.
د اجرایی ریاست ویاند وایی: هغه اعلان کړ چی د مذاکری په حال کی دی، یو سهم د ښاغلی اشرف غنی د افغانستان رییس جمهور څخه لاسته راوړی...
داسی غوښتنی تراوسه د حکومت د رهبری په سطحه هم نه دی مطرح سوی.
رحیمی اضافه کړ: د سیاسی توافقنامی په اساس، د ملی وحدت حکومت شکل نیولی دی، هیڅ ځواک او هیڅ شخص زموږ سهم او حق د ورکولو صلاحیت نه لری او نه موږ به داسی څه اجازه چاته ورکړو.
تحلیلکوونکی وایی چی د عطامحمد نور واردیدل د کابل په سیاسی لوبو کی بیله شکه، د قدرت د غوښتنی سهم به پراخه کړی او لږ ترلږه ددی نظر څخه، د ملی وحدت د حکومت په وړاندی به په راتلونکی کی نوی مشکل رامنځته سی.
ددی نه مخکی هم ځینی سرچینی د اسلامی ټولنی په ګوند کی د ځینو رهبرانو ترمنځ د اختلافونو څخه د هغه جملی څخه د عطامحمد نور او عبدالله عبدلله ترمنځ د اختلافونو څخه خبرورکړی دی؛ که څه هم د پوهانو په باور، تراوسه نه سو کولای د هغه په سموالی باندی باور ولرو؛ خو داچی د عبدالله پرځای، عطامحمدنور د سیاسی جنه وهلو لپاره د سهم او حق د کسب په مقصد په سیاسی اردوګاه کی د جمعیت د ګوند د مشر په حیث سوی وارد سوی دی، خپله ددی شکاره کوونکی دی چی حد اقل ددی ګوند ځینی رهبران، د ښاغلی عبدالله د عمل څخه په دی برخه کی راضی نه دی.
په دی سره، تراوسه د عبدالله او محمد نور د اختلافونو په اړه دقیق لاسته راوړنی نسته؛ خو داچی د ښاغلی عبدالله ویاند ټینګار کوی چی د هغه سهم په قدرت کی خپل ځای کی باقی دی او هغه څه چی قرار دی ښاغلی نور لاسته راوړی، د اشرف غنی د سهم څخه به وی، شکاره کوی چی ښاغلی عبدالله د عطامحمد نور نمایندګی نه قبلوی او د اشرف غنی سره مستقیم چانه وهل شخصی قلمدادوی.
مخکی ښاغلی نور خبر ورکړی وو چی ریاست جمهوری، د هغه غوښتنه په کامله توګه قبول کړی دی؛ هغه غوښتنی چی په رسمی ډول سره نه دی اعلان سوی؛ خو داسی په نظر رسیږی چی هغه سمتونه او کرسی ګانی چی ښاغلی نور، مخکی د هغه څخه نوم اخیستی دی، په هغه کی شامل وی.
که څه هم د بلخ والی منتقدان، دا امر د اساس څخه نه منی بلکه د هغه هڅی د خپل شتمنۍ د آزادولو او هم د خپل د شرکت د نوم د ایستلو لپاره د تور لیست څخه بولی؛ هغه ادعا چی سموالی او غلطوالی یی مقدور نه دی.
په دی سره، کارپوهان وایی په هغه صورت کی چی د ښاغلی غنی او نور ترمنځ لاسته راغلی توافقی، عملیاتی او اجرایی مرحلو ته داخل سی، وړاندوینه کیږی چی د هغه مثبت او یا هم منفی ابعاد په ښه توګه شکاره سی؛ هغه پیامدونه چی شاید د غنی او عبدالله ترمنځ د سیاسی توافنامی مادو تر پوښتنی لاندی تللو څخه د اسلامی جمعیت ګوند ارشدو مقاماتو ترمنځ جدی اختلافونو ته ورسیږی.
په دی منځ کی، د ملی وحدت د حکومت د راتلونکی لپاره، مهم موضوع، سیاسی راتلونکی توافق دی؛ هغه توافقنامه چی په یو معنی د ملی وحدت د حکومت د رامنځته کیدو اساسنامه په حساب راځی او په هغه صورت کی چی د بازیګرانو په ورود سره لکه د ښاغلی نور په شان، ددی توافق ګټی تر پوښتنی لاندی راسی، د ملی وحدت حکومت هم د کارپوهانو په نظر، د بیا تعریف لپاره به اړتیا نه لری؛ هغه بیا تعریف چی نه دی معلوم د جان کری او ملی وحدت حکومت د معمار په نه شتون، څنګه صورت ونیسی او کوم درانده سیاسی مصرفونه به پر نظام او خلګو باندی متحمله کړی.