عمر زاخیلوال؛ د افغانستان سفیر په اسلام آباد کی وایی چی د افغانستان حکومت د طالبانو د سیاسی دفتر سره په قطر او ددی ډلی د بانفوذه قوماندانانو سره په تماس کی دی او د بیله کوم پیش شرط خبرو اترو کی دی.
په همدی حال کی د د سولی عالی شورا ددی موقف مقصد د طالبانو سره د خبرو اترو باندی توافق بولی.
د طالبانو نمایندګان په قطر کی، تراوسه په دی اړه څه نه دی ویلی.
عمر زاخیلوال د سولی د خبرو اترو د شروع لپاره ټینګار وکړ او وویل: موږ په قطر کی د طالبانو د ځینو بانفوذه رهبرانو سره په تماس کی یو. طالبان کولای سی هرډول طرحه د خبرو اترو میز ته راوړی؛ خو هر ډول پیش شرط مو د خبراترو لپاره رد کړی دی.
د سولی عالی شورا ټینګار کوی چی د افغانستان حکومت د طالبانو سره د خبرو اترو دتوافق په منظور هیڅ پیش شرط یا مخکنۍ شرط نه لری؛ خو شرایط به د هغوی سره د رسمی خبرو اترو د شروع څخه وروسته شریکه کړی.
دا تازه مواضع د کارپوهانو په باور شکاره کوی چی دسولی لپاره مذاکری د افغانستان د دولت اصلی راهبردی د طالبانوسره په حساب راځی. هم دولت او هم جامعه جهانی، په یو غږ سره د شورشګرانو او تروریستی ډلی سره د مذاکری څخه ملاتړ کوی او هڅی د طالبانو د غوښتولو لپاره د خبرو اترو میز ته متمرکزه دی؛ هغه هڅی چی د منتقدانو په باور، یواځی د طالبانو د راغوښتلو په منظور د خبرو اترو میز ته، ترسره کیږی نه سولی ته د لاسرسی لپاره. په همدی اساس، د مذاکری په لاره کی د موجودو مشکلاتو ته په توجه سره، سولی ته د رسیدو لپاره لویه لاره مخته دی.
دا هڅی بیله کوم مصرف هم دی. د افغانستان دولت د هر خونباره حادثی وروسته د افغانستان په داخل کی، بلافاصله د اتهام ګوته د افغانستان د خلګو د دشمنانو لوری ته نیولی دی او د افغانستان امنیتی سازمانونه څه وخت وروسته، ددی بریدونو مقصد د افغانستان مرزونو دباندی پوری اعلان کړی دی.
د افغانستان دیپلماسی دستګاه سیاسی ادبیاتو کی ددی استعاراتو څخه مقصد، طالبان او نرو شورش کوونکی دی چی په پاکستان، زده کړی وینی او دهغه هیواد د جاسوسی سازمان په هدایت سره په افغانستان کی ناامنی او تاوتریخوالی او وینی تویونی ترسره کوی.
خو د افغانستان دولتمردان، تردی هم پشه پورته او لیری ایښی او د انتقاد او اتهام ګوته مستقیما د پاکستان دولت لوری او دهغه هیواد جاسوسی سازمان آی اس آی باندی وړی دی؛ هغه موضوع چی د افغانستان دولت مصرف د تروریزم سره په مبارزه کی څو برابره کړی دی او هغه فاصله چی د افغانستان دولت د طالبانو سره د سولی د لاره لپاره وهلی بیرته شاته کړی او د جدی موانعو سره مخ کړی دی؛ خو داسی په نظر رسیږی چی هم دولت او پاکستانیان په دی حقیقت باندی ښه پوهیږی په داسی حال کی چی دا امر همدارنګه د افغانستان دولت له خوا په بی توجهی سره ترسره کیږی، داخلی حساسیتونه په نتیجه کی په یو پراخ او مهارناپذیره څپی باندی اوښتی دی او د پاکستان اوږد مدته ګټی د افغانستان په داخل کی هم د خطر سره به مخ کړی.
په همدی اساس دی چی ځینی پوهان، باور لری چی د افغانستان دولت دا عکس العملونه د پاکستانی تروریستی ډلو لپاره د افغانستان د خلګو په وړاندی، د هغوی د حساسیت د لږولو لپاره دی او هم، د پاکستان تلافی اقدامات د هغه سره په عکس العمل سره.
ددی احوالو په شتون، ځینی پوهان دی حادثو ته د شک په سترګه ګوری؛ ځکه چی باور لری یو ډله د ټولو حادثو ترشاه قرار لری؛ خو هر وخت خپل سخت افزاری او خشونت مدارانه حضورپه قطر کی د سیاسی دفتر په مرسته د سولی د نقاب ترشاه، مسنتر کړی دی، نه سی کولای په کافی اندازی سره د اعتماد وړ وی.
له بل خوا، د تحلیلګرانو په باور، د افغانستان دولت، یواځی هغه وخت کولای سی چی د طالبانو سره بیله کوم مخکنۍ شرط مذاکراتو ته لاس رسی پیدا کړی، چی د نظامی نقطی له نظره دا ډله په شدت سره تضعیف کړی وی؛ بیله هغه، تر هغه وخته چی طالبان ددی احساس ولری چی د جنګونو په میدان کی بریالی دی او د دولت مطالبه د سولی د مذاکراتو لپاره، د سره ضعیف او استیصال دی، هیڅ وخت به بیله کوم شرط مذاکراتو ته، ځان ورنه کړی.