زموږ هیواد افغانستان تاریخ، د ناخوشاینده او بد واقعو څخه ډک دی چی هر وطن دوسته انسان ته زیان رسولی دی او دهغه څخه یو هم ددی هیواد د دولتی مقاماتو تړون په نورو هیوادونو او سیاستونو باندی دی.
افغانستان تر هغه ځایه چی تاریخ په یاد کی لری د تاسیس څخه تراوسه هر وخت په نورو هیوادونو باندی تړلی او استعماری حکومت لرونکی دی او په همدی اساس هیڅ وخت نه دی توانیدلی چی په خپل داخلی او خارجی سیاست کی د نورو بیګانګانو د مداخلت بغیر یو برنامه او یا پالیسی ولری.
د افغانستان کمبودوالی د هیواد د ۳۵۰ تاریخ څخه راهیسی بالخصوص د بریتانیا د حضور څخه راهیسی متوجه کیږی او که نه د افغانستان استراتژیک موقعیت ته په کتو سره د میلاد څخه مخکی هم دا هیواد روشانه او متمدانه تاریخ درلودلی دی. ددی لپاره چی پوه سو افغانستان تر کومه ځایه روشانه تاریخ د آسیا په سطحه درلودی او تر کومه ځایه د خپلو شاوخوا اطرافیانو دتوجه وړ ګرځیدلی دی نو د خپل هیواد د تاریخ څخه لنډ کتنه کوو:
افغانستان؛ دا هیواد د تاریخی قدامت ته په نظر کی نیولو سره، د نړی د ټولو پخوانی هیواد څخه بلل کیږی.
افغانستان ددی لپاره چی د ابریشم په لاره کی قرار درلودلۍ دی او د لوی تمدنو د شریکولو محل وو او په تیر تارخی کی یو د لویو مهمو هیوادونو څخه بلل کیدی. د افغانستان دا ژئواستراتژیکی او ژئوپولیتیکی حساس او مهم موقعیت د لویو تمدنو لکه ایرانی، یونانی، بین النهرینی او هندی تمدنو کی ښه نقش درلودلی دی.
د وخت څخه راهیسی د افغانستان خلګ د لویو ادیانو په معرفی کولو او پراختیا کی مهم رول درلودلی دی او ځینی وختونه سیاسی او فرهنګی مسلط کانون په آسیا کی وو. د همدی له مخی افغانستان د تاریخ په اوږدو کی د مهاجمانو او جهانګشایانو تر تهجم لاندی راغلی دی چی د هغوی د پښو نشان ددی هیواد په بیلابیلو برخو کی پاته دی.
لکه څنګه چی بین النهرین؛ ننۍ عراق د زوړ تمدن په سبب د تمدن د ګهواری په عنوان او مصر هم د تیر نړی عجایبو په نامه یاد سوی دی، او افغانستان هم د باستانی فرهنګونو د څلورلارو په نامه یاد سوی دی.
اوس، یو هیواد په داسی وضعیت او روشانه تاریخ په درلودلو سره د خپلو ګاونډیانو لپاره، په سلو دلیلو لکه د سرانو او رهبرانو بی کفایتی او نااهلی دا هیواد د فرهنګی، سیاسی او اقتصادی انحطاط سره مخامخ کیږی؛ په داسی ډول سره چی د فرهنګ، سیاست او اقتصاد شوم مثلث سایه پر هیواد باندی اچولی دی او پردی هیواد باندی دروندوالی کړی دی؛ تر داسی ځایه پوری چی د بی کاری څخه او د خود محور او مردم ګریز رهبرانو سوء مدریت څخه دا هیواد او ملت د تباهی او سقوط و څنډو ته رسیدلی دی.
تر دی ځایه چی تاریخ شکاره کړی دی چی د افغانستان د هر دولت او حکومت لپاره په جهانی معاملاتو او منطقه ای معاملاتو کی بی طرفی مناسب نتیجه درلودلی دی او د موجود نظامونو د سیاستونو د لاسته راوړنو لامل سوی دی؛ خو په آخیر دورو کی بالخصوص د ملی وحدت د حکومت په دوه کلنۍ دوره کی، د ارګ ناسته لحن تغیر کوی او رییس جمهور غنی د ناتو د نظامی پیمان او تړون وروسته په یو عجیب اقدام سره چی په واقع کی د اشرف غنی لپاره یو فرصت او یا چانس مهیا سوی وو، هغه په تند ډول سره د افغانستان د بی طرفی سره مبارزه کوی او په شدید انتقار سره د افغانستان بی طرفی تر اوسنی وخت پوری، یو بی معنی او بی ګټی کار بولی.
د ډیرو کارپوهانو په نظر غنی د جملو په اظهاراتو سره، افغانستان د بی طرفی د حالت څخه دباندی راایستلی دی او د غرب بلوک لوری ته جهت ورکړی دی چی دا سیاست د بل هیواد سیاست څخه تقلید کول دی چی ددی نه مخکی چی د یو ضعیف او تقلید کوونکی هیواد په ګټه ختمه سی، د بیګانګانو او خارجیانو نامشروع ګټی تامینوی؛ چی په افغانستان کی د ۱۶ کالو راهیسی دهغه شاهد یو.
د ډیرو کارپوهانو په نظر، د هر ډول بی امنیتی، اقتصادی مشکلاتو، سیاسی او فرهنګی مشکلاتو لامل په هیواد کی ددی هیواد د مقاماتو روند تقلید کول د خارجی سیاستونو څخه دی چی دا سیاست د خارجی او یا غربی هیوادو د ګټی لپاره طرحه سوی دی او دا هغه څه دی چی هر دولتی کس که لږ سیاسی سواد او کفایت هم ولری په پوهیږی!
بله وو! په یو صورت کولای سو داسی تعاملاتو ته د خارجی قدرتونو او فرامنطقه ای سره، اجازه ورکړو او هغه هم د ګټو اشتراک دی؛ خو آیا کولای سو د افغانستان او امریکا او یا نورو غربی او استعماری هیوادو د ګټو په شریکولو باندی باور وکړو او پر هغه باندی اعتماد وکړو؟! بیله کوم شکه ځواب منفی دی او د افغانستان د دولتمردانو لپاره یواځنی دقیق او سمه لاره هماغه بی طرفی ده او د شرق او غرب څخه پری کول او د ټولو سره تعامل کول دی او همدارنګه د هغوی د خطرناکو سیاستونو څخه تقلید او یا پیروی نه کول دی.