سږکال هم د نورو کلو په شان، کابلیان د اربعین په ورځ مساجدو ته ولاړل تر څو د شهیدانو د سرور او سالار په غم کی شریکان و اوسی، د عاشورا څخه منځته راغلی غمونه مویه کړی.
خو سږ کال داسی ګمان کیږی چی وږی ګرګان غاښونه تیز کړی وو او په کمین کی وو تر څو د اباعبدالله الحسین(ع) سوګوارانوته زیان ورسوی، وینی جاری کړی، کوچنی، یتیم او ښځه او نارینه ووژنی تر څو خپل مریض زړونه تشفی کړی.
د اربعین په مراسم کی د باقرالعلوم په مسجد کی چی د کابل په لویدیځ کی موقعیت لری یو دردناکه چاودنه رامنځته سوه، ځینی حسینی عزاداران د تروریسم د ګرګانو شکار وګرځیدی، ډیری کورنی د خپلو زامنو په غم کښینستی، د کابل د خلګو کورونه ددوو ماتمو سره یوځای سو، هم د شهیدانو د سالار ماتم کوونکی او هم د خپلو نږدی خپلوانو او زامنو په غم کی کښینستی.
ګویا چی د امام حسین د نوم د ژوندی پاته کیدو غوښتونکی داسی تقدیر سو چی د زمانی د یزیدانو جفا تحمل کړی، سم ودریږی او د ستم ګرانو په وړاندی سر خم نه کړی.
تر اوسه هیڅ ډله ددی حادثی کړنه پر سر نه دی اخیستی، دا چی کوم تروریستی ډله دداسی حادثی سرته رسوونکی سول. خو هغه څه چی مهم دی دادی چی د اربعین د ورځ حادثه نه سی کولای لوی میلیونی یوځای کیدنی په ټول نړی کی او کربلا او د سید الشهدا(ع) سره بی اړیکه وی.
د ګزارشونو په اساس د پنځه ویشت میلیونو څخه ډیر انسانان دا وخت کی د اباعبدالله الحسین د سوګ لپاره عراق ته تللی دی تر څو د شهیدانو دسالار غم کی شریک سی.
دا معنوی فضا او میلیونونو کسانو یوځای کیدنه د تروریسم د حامیانو او داعشیانو لپاره د قبول وړ نه دی او باید داسی کار ترسره کړی چی دا لوی یوځایکیدنه کم رنګه شکاره کړی.
داسی ګمان کوی چی د امام حسین(ع) د سوګواری پر مراسمو باندی په حملو کولو سره کولای سی هغه عقدی چی په زړو کی لر راایستلی سی.
نو دهمدا لپاره د اربعین د ورځی حادثه چی د باقرالعلوم پر مسجد باندی ترسره سو د هغه چرکینو عقدواو کینو څخه دی چی د وهابیت مزدوران په زړه کی لری.
بیله شکه د اربعین د ورځی جنایت یو جدی هشدار زموږ ساده حکومت کوونکو ته هم دی چی بیله کوم تحلیله د وهابیت پلانونو باندی ځان نه خبروی او ځینی وختونه د ځینو اعلامیو په خپرولو سره د سعودی جنایت کاره رژيم څخه ملاتړ کوی.
دوهمه نکته چی مهم دی دادی چی وهابیت او په هغه پوری تړلی څیری هر وخت تلاش کړی دی تر څو د افغانستان د خلګو ترمنځ تفرقه رامنځته کړی او هر وخت تلاش کړی دی چی د افغانستان دخلګو په منځ کی د ورورګلوی او صمیمیت فضا خرابه کړی؛ په تیر کلونو کی ډیر تلاشونه سرته رسولی دی، ډیر مصرفونه کړی دی، ځینی ملایان او مولویان انتخاب کړی دی ترڅو د شیعیانو په وړاندی په خرابو تبلیغاتو لاس پوری کړی، ځینی تلاشونه ترسره کړی تر څو په ولایتونو کی د ځینو د تکیه خانو د شمیرو څخه ممانعت وکړی.
د وهابیت ځینی په لاس جوړسوی کسان حکومت ته هم توصیه کړی دی چی شیعه په افغانستان کی هیڅ سیاسی حق نه لری او باید حکومت ته هم لاره پیدا نه کړی. دا تبلیغات تر اوسه نه توانیدلی چی د دوو لوی اسلامی هیوادو ترمنځ تفرقه رامنځته کړی، یا حکومت قادره سی چی د شیعیانو سیاسی حق او مدنی مشارکت په حکومت کی نالیدلی ونیسی. تر اوسه هم تلاش ترسره کیږی چی سنی مسلمانان دشیعیانو په وړاندی بدبینه کړی او یا د هغوی د اعتقاد او باور د پیغمبر (ص) د کورنی په وړاندی کمرنګه کړی.
خو د اهل سنت د مسلمانانو حرکت د اربعینو په مراسمو کی ګویا وهابیت ډیر هڅولی دی چی ډیر تلاش ترسره کړی او ددوو لویو مذهبو ترمنځ یو سوری رامنځته کړی.
د اربعینو په مراسمو کی سږ کال ډیر اهل سنت مسلمانان د شیعیانو په شان کربلاته روانه سوی دی او د خپلو شیعه وړونو سره څنګ په څنګ د امام حسین(ع) او د هغه د یارانو زیارت وکړی. او د حسینی اربعنو د مراسم رامنځته کیدنه د نږدی څخه ووینی. دداسی خبرو آوریدل او لیدنه د وهابیت لپاره چی د پیغمبر او د شیعه مذهب د پیروانو سره کینه لری یو تکان ورکوونکی خبر او زجر دی.
بنا پردی دا ضلالت مذهب چی بیله انسان وژنی بل کار نه پیژنی تلاش کوی ترڅو ددوو مذهبو د پیروانو ترمنځ تفرقه رامنځته کړی، شیعیان د سنیانو په وړاندی وپاروی او برعکس، نو له همدی جهته هیڅ شک نسته چی د باقرالعلوم پر مسجد باندی حمله د همدی وهابیانو لخوا سرته رسیدلی دی او د هغوی لاسونه په کی داخل دی.
خو که سنی او شیعیان په افغانستان کی دومره ریشه یی کمزوره وی چی په هر باد سره ولرزیږی او ددی مذهب د پیروانو د تفرقه اچونی شکار سی او د خپل وړونو په وړاندی بی اعتماده سی او باید په هغه اعتماد کی چی په ځان کی او د خپلو وړونو په وړاندی چی لری تردید وکړی.
باور پردی دی چی د تفرقی د منځته راوړونکو تیر تراوسه د ډبری سره مخ سوی دی او نه توانیدلی چی لږ کوم تفرقه په صفونو کی رامنځته کړی. هغه څه چی د خلګو لپاره د اندیښنی وړ دی دادی چی حکومت د وهابیت په کام کی ولاړ نه سی او یا د سعودی رژیم د طرفداری لپاره اعلامیه صادر کړی او یا داچی سعودی ته اجازه ورکړی چی د مدرسی په ایجادولو سره په خلګو کی تفرقه رامنځته کړی.
که څه هم د اربعینو حادثه لوی دردوونکی حادثه دی، خو دا غم او اندوه هیڅ وخت به ونه سی کړای چی د خلګو د همدلی او ملی وحدت پایه ولرزوی او خلګ د یو بل په وړاندی بدبینه کړی. هغه خلګ چی د باقرالعلوم مسجد تر هدف لاندی ونیول، زموږ عزاداره خلګ پر غم کښینوله، تر اوسه زموږ د وړونو ډیر مسجدونه هم په اور اخیستی دی یا هم خراب کړی دی. خو زموږ د خلګو صفونه د تروریسم په وړاندی همداسی یو تړلی او واحد دی.