د ملی وحدت د حکومت د کابینی د وزیرانو استیضاح چی د رییس جمهور په پیشنهاد شروع سوی وو په یو بحران تبدیلیږی.
هغه بحران چی بیله کوم شکه اصلی لامل یی خپله رییس جمهور دی، ځکه چی هغه وو چی د مجلس نماینده ګانو ته سفارش وکړ چی د کابینی پر وزیرانو باندی فشار وارد کړی.
اوس چی د استیضاح روند د رییس جمهور او حکومت د ولکی څخه په تدریج سره وځی، هغه تلاش ته مجبور کړی دی تر څو وکولای سی خپل غلطیانی کم کړی او د بحران د شدت څخه کم کړی تر څو نور اجتماعی سوریانو ته تر دی نور پراخوالی ورنه کړی.
وضعیت داسی په تیزی سره مخ په تلو دی چی او وزیران دومره په تیزی سره استیضاح کیږی، چی خلګ د ځینی دیکتاتورانو یاد ته اچوی چی یواځی د تورن کس د نوم په اخیستلو حکم صادروله!
ډیر پوهان په دی نظر دی چی اوسینی وضعیت ته باید د استیضاح نوم ورنه کړو، بلکه باید وویل سی چی رییس جمهور په هیواد کی د بحران جوړولو پسی دی، خو دا چی ددی بحران څخه یی هدف څه دی تر اوسه واضح نه دی، همدا مبهم وضعیت ددی لالم سوی دی چی تحلیلونه ا تبصری منځته راوړی.
لیکونکی په یو لنډ لیکنه کی دوه نظریی تر څیړنی لاندی نیسی.
یو نظریه چی د رییس جمهور هدف یواځی پر وزیرانو باندی فشار راوړل وو او دا یو اخلاقی غوښتنه بولی تر څو د کابینی وزیران خپل ځان ته یو حرکت ورکړی، د هیواد مشکلات جدی ونیسی او د انکشافی بودجو په مصرف کی جدی عمل ترسره کړی.
خو ګویا دا اخلاقی توصیه په تدریج سره په یو لوی بحران تبدیل سوی دی او د رییس جمهور له واکه خارج سوی دی، اوس چی رییس جمهور غواړی خپل غلطی له منځه یوسی او غواړی چی وضعیت تردی نور خراب نه سی او یو بل مشکل پر حکومت باندی تحمیل نه سی.
له همدی جهته یو پیغام د نماینده ګانو مجلس ته واستول چی د استیضاح روند ودروی، خو د استیضاح روند د کنترل څخه خارج سوی دی او مجلس عنوان کړی دی چی دا روند هغه وخت دروی چی حکومت قبول کړی چی کوم انتخابات به په راتلونکی کی ترسره نه سی او مجلس همداسی برقرار پاته سی او د سیاست چرخ همداسی د نماینده ګانو په کام وڅرخیږی!
بل تمهید چی رییس جمهور ورپسی دی، یو پیغام دی چی د ستری محکمی تر نامه لاندی استولی دی او دهغه مقام څخه د اساسی قانون د تفسیر غوښتونکی سوی دی چی د وزیرانو په نه موجودیت سره مجلس کولای سی وزیران استیضاح کړی یا داچی د مجلس لاس تړلی دی؟
په هر ډول رییس جمهور له دی لوری خپل تلاش ترسره کوی تر څو روند ودروی او په هیواد کی د لوی بحران د جوړیدو څخه مخنیوی وکړی.
بل نظریه داسی دی چی رییس جمهور هغه وخت چی د مجلس نماینده ګانو ته د وزیرانو پر فشار باندی امر وکړ، هغه پوهیدی چی وضعیت به کوم لوری ته ولاړ سی، ځکه چی خپل سیاسی ګټه په دا روند کی لیدله د هغه سره مبادرت وکړ او اوسنی استیضاح روند د رییس جمهور په ګټه دی. ډیری وزیران چی د حکومت د کابینی څخه دباندی وتلی دی د دوه قوم څخه هزاره او تاجک وو، بالخصوص د خارجی چارو وزیر چی د اسلامی ټولنی رهبر دی او دسیاسی لحاظه د رییس جمهور سره مخالف دی. هغه په یو لوی مجلس کی ریاستی سیستم ناکارآمد وبلل او اظهار درلودی چی دا سیستم په بندون ختم سوی دی.
هغه دی نکتی ته اشاره درلودی چی یواځی د ریاستی سیستم د افغانانو لپاره ناکارآمده دی چی حتی بین المللی نهادونه او خارجی ملګری هم دی کار ته وقوف کړی دی چی د ریاستی سیستم د افغانستان د خلګو د مشکلاتو سره ناهمسازه دی او باید تغیر وکړی.
دا نظریه په دی باور دی چی شاید داسی اظهارات رییس جمهور ته د حکومت په دننه کی سخت تمام سوی وی. هغه دی نتیجی ته رسولی دی چی داسی انتقاد کوونکی د حکومت څخه وباسی. په همدی منظور ښاغلی صلاح الدین ربانی لومړی قربانی وو چی درییس جمهور لخوا قربانی سو.
ځینی تحلیل کوونی هم په دی باور دی چی د اشرف غنی بحران جوړونه ځینی نور اهداف هم درلودی چی شاید هغه زمینه په کابینه کی د حکمت یار د کسانو لپاره آماده کړی وی، ځکه چی په دی ورځو کی خبری داسی دی چی د حکمت یار نوم د سازمان ملل متحد د تور لیست څخه وتلی دی هغه خپل حزب دفتر په رسمی ډول سره په کابل کی رامنځته کړی دی او دملی وحدت د حکومت په کابینه کی د تاثیرګزاره نقش غوښتونکی هم دی. نو اوسنی استیضاح په حقیقت کی د اسلامی حزب د کسانو لپاره د ځای خالی کول دی.
اوس چی د اسلامی حزب حضور کولای سی د هیواد مشکلات لږ کړی که نه، راتلونکی به ځواب ورکړی، خو داچی د حکمتیار سره د سولی د تفاهم نامی امضا د حکومت په اوږو دی نو باید په هغه عمل وسی.
په مجموع کی هغه څه چی د تردید وړنه دی، لومړی داچی ددی سناریو اصلی اهداف تراوسه واضح سوی نه دی او دوخت په تیریدو سره به د هغه اصلی اهداف معلوم سی.
دوهمه نکته دادی چی اوسنی وضعیت هرڅه چی وی او هر نوم او عنوان هغه ته ورکړی یو بحران جوړونه اضافه نور څه نه دی. افغانستان په داسی شرایطو کی قرار لر چی هر باد کولای سی په یو طوفان تبدیل سی، څنګه کولای سو باور وکړو چی سیاسی مقامات او د هیواد حکومت دا زیانونه درک نه کړی او لاس په داسی اعمالو ووهی چی د حکومت په مقام نه ښایی؟