کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کار عملی کول په خطبه ویلو سره نه دی!!

28 میزان 1395 ساعت 9:04

اطلاعاتو ته لاسرسی یو د رسنیو د شیوو څخه دی دی چی خلګ د دیموکراتیک حکومت په جریان کی قرار ونیسی.


اطلاعاتو ته لاسرسی یو د رسنیو د شیوو څخه دی دی چی خلګ د دیموکراتیک حکومت په جریان کی قرار ونیسی. په هغه هیوادو کی چی سیاسی نظام په آزاد انتخاباتو سره شکل نیولی دی، حکومتونه هیڅ پټ شی د اوسیدونکی څخه نه لری مګر دا چی د هیواد ملی منافع اقتضا وکړی او یا ددشمن لاسرسی اطلاعاتو ته، ملی منافع په خطر کی واچول سی. بنا پر دی حکومتی نهادونه موظف دی د ضرورت وړ اطلاعات د ډله ییزی رسنیو په اختیار کی ورکړی تر څو خلګ د حکومتی نهادونو په جریان کی قرار ونیسی. ددی قاعدی په اساس، رییس جمهور اشرف غنی هم حکومتی نهادونه ته وظیفه ورکړی دی چی د حکومتی ویاندو تر څنګ، هر اداره مکلف دی دری کسه معرفی کړی تر څو درسنیو سره همکاری وکړی او لازم اطلاعات دهغوی په اختیار کی ورکړی. دا حکم شکاره کوی چی حکومتی نهادونه باید د اطلاعاتو د خپرولو څخه سرغړونه ونه کړی. د حکومت د ویاند معاون دا حکم یو نوی فصل د رسنیو سره د همکاری لپاره بللی دی! د حکومت دا ویاند ویلی دی چی ددی وروسته باید رسنی هغه معلومات چی لاسته راوړی تحلیل او د ددی معلوماتوپه استفادی سره خپل خبرونه تنظیم کړی. اساسی پوښتنه داده چی په هغه حکومت کی چی کارکردونه د معیار او قانون په اساس نه ترسره کیږی او هیڅ نهاد پر حق او عدل رفتار نه کوی څنګه کولای سو حکومتی معلوماتو ته لاسرسی لوی لاسته راوړنه وبولو او په هغه زړه خوشحاله کړو؟ که په یو هیواد کی خاص مشکل وجود ونه لری، لوی مشکلات خلګو ته زیان ونه رسوی، هر څه په ارادی ترسره سی، د حکومت وظیفه دی چی تلاش وکړی خپل عملکرد د معیارونو، قانون او دیموکراتیک ارزشونو سره سامان کړی یا برابر کړی او د ډله ییزی رسنی څخه وغواړی خپل خبرونه د دیموکراتیک او قانون په اساس خپور کړی. واقعیت دادی چی هغه څه چی افغانستان خلګ ځینی په عزاب دی او افغانستان بحران لوری ته وړی دی یواځی د اطلاعاتو نه درلودل نه دی. په هغه نړی کی چی پټ خبرونه او بیانونه د هر لاری په استفادی سره ترلاسه کیږی، د اطلاعاتو پټول په هغه حکومت کی چی نه دروازه لری او نه کړکی، نه یو هنر دی او نه یو ښه عمل. ممکن دی چی حکومت په هر ډول چی وغواړی معلومات او اطلاعات د خلګو څخه پټ کړی خو آیا کولای سی؟ تجربه ثابت کړی دی چی تر اوسه حکومت نه دی توانیدلی چی ډله ییزی رسنی د اطلاعاتو د لاسته راوړلو څخه منع کړی. هغه تحقیقات چی ځینی وختونه رسنی ترسره کړی دی، ځینی فسادونه په حکومت کی شکاره کړی دی چی دا په دی معنی دی چی اطلاعات په هیڅ صورت سره د حکومت په اختیار کی پاته کیدلای نه سی او د پټو لایو څخه به هم شکاره سی. ګمان پر دی دی چی د حکومت هدف ددی لپاره نه دی چی رسنیو او خلګو ته د اطلاع رسانی لپاره دا شکبه جوړ کړی، بلکی د حکومت د ویاندونو د اطلاع رسانی پواسطه له یو طرف د اطلاعاتو د کانالیزه کیدلو په معنی دی. له بله طرفه د دموکراتیک شکل نیونه د نورو هیوادو په شان دی او دنورو په شان کیدنه! هغه ضعیف والی چی حکومتی نهادونه په افغانستان کی ورسره مخامخ دی، یواځی په اطلاع رسونی سره نه رفع کیږی. که څه هم اطلاع رسونه په هغه میکانیزم سره چی حکومت پیشنهاد کړی دی مشکل نه حلوی. ډله ییزی رسنی ځکه چی د هنداری په شان دی او دهنداری وظیفه د فردی، اجتماعی او حکومت د ښه والی او بدوالی ښوونه ده. که دا هنداره هم د حکومت تور لکی نمایش ته ورکړی او دحکومت ناهیله کوونکی څیره شکاره کړی، ددی پرځای چی اطلاع رسونه یو ښه عمل وی حکومت تر دی هم بحران سره مخامخوی. د ملی وحدت د حکومت ساختار خپله یو لوی چالش د خلګو لپاره دی، داخلی سیاستونه، عزل او حکومتی نصبونه متاسفانه د عدالت پر معیار نه دی، هغه شکاره تبعیضونه چی په حکومت کی لیدل کیږی هیڅ یو، نه دعدالت سره هماهنګه دی او نه ددموکراسی سره. هغه نهاد چی اطلاعات د رسنیو په لاس ورکوی، بی له شکه ددی حکومت دداخلی بی عدالتیو ته به اشاره ونه کړی او ددی تلاش به وکړی چی دا بی عدالتی پت کړی. چی په تیروختو کی هم همدا کړی دی. حکومت په تیر وختو کی یو کمیسیون جوړ کړ چی د حکومتی مقاماتو شته منی ثبت او ضبط کړی چی متاسفانه شواهد شکاره کوی چی حکومتی مقامات دخپلو شته منیو په ارایه کولو کی درواغ وویل، خپل مالی منابع د رسنیو او کمیسیون په اخیار کی ورنه کړ، اوس څنګه اعتماد کولای سو چی د حکومت ویاندونه درواغ نه وایی او هغه څه چی د حکومت په داخل کی جریان لری خلګو ته ووایی؟ که څه هم اطلاع رسول او دخلګو پوهیدل یو ممدوح امر دی خو په هغه حکومت کی چی زیربنایی د قومیت په اساس او د اجتماعی بی عدالتی په اساس جوړ سوی وی. څنګه کیږی چی د حکومت په اطلاع رسولو سره زړه خوشحاله کړو او هغه یو مثبت ګام وبولو؟


د مطلب کود: 132265

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/132265/د-کار-عملی-کول-په-خطبه-ویلو-سره-نه-دی

آوا
  https://www.avapress.com