د روشنایی غورځنګ اعلان کړی دی چی د ځینو مدنی نهادو په غوښتنه، سازمان ملل، دبشر دحقونو کمیسیون او دحکومت د چمتو والی د اعلان او دحکومت حسن نیت ته په کتوسره تصمیم نیولی دی چی د میزان د شپږمی مظاهری د مذاکراتو دنتیجی تر شکاره کیدو پوری وځنډوی او دحکومت سره د سازمان ملل ترنظارت لاندی خبری وکړی.
ددی غورځنګ په خبرنامه کی، راغلی دی چی د روشنایی غورځنګ د خپل عدالت غوښتنی پر دعوا باندی د ۵۰۰ کیلو ولت دخط تیریدل د بامیان-میدان وردک دلاری او هم اجتماعی عدالت او متوازن پراختیا باندی ټینګار کړی دی او د اسد ددوهمی فاجعی شهیدان دخپلو اصلی مطالباتو څخه بولی.
دا شورا خلګو ته اطمینان ورکړی دی چی دمذاکراتو جریان، مرحله په مرحله خلګو ته رسول کیږی او هروخت چی مذاکرات کومی مطلوبی نتیجی ته ونه رسیږی دا غورځنګ خپلو مدنی مبارزاتو ته ادامه ورکوی.
د ریاست جمهوری ارګ هم ولی دی چی حکومت د مدنی اعتراضونو دشروع څخه د بامیان دبرق په اړه، مدنی فعالیتونو ته په احترام هر وخت د مطرح سوی مطالباتو لپاره دخلګو سره دخبری کولو لپاره چمتو والی ښودلی دی.
دکارپوهانو په باور، دا حادثه یو بل دپایتخت امنیتی اندیښنو ته لږ ترلږه دڅو ورځو لپاره او تر هغه وخته چی د مذاکراتو نتایج معلوم نه سی خاتمه ورکړی دی.
نظر لرونکی وایی تقریبآ شکاره وو چی هم دغورځنګ رهبران او هم ددولت امنیتی مسؤولین د سه شنبی د ورځی دتظاهراتو دامنیت څخه اندیښنی درلودی.
د روشنایی غورځنګ رهبران، په اعلانیو کی چی دسه شنبی د ورځی دغورځنګ لپاره خپروله، په مستمره توګه پر دا مساله باندی ټینګار کوله چی دامنیت دتامین مسؤولیت دحکومت پر غاړه دی او دهر ډول ضد امنیتی حادثی د رامنځته کیدو په صورت کی اصلی او مستقیم مسؤول به یی حکومت وی.
هغوی په دا موضوع کی دری مهم امنیتی اداروته لکه دملی امنیت شورا، دملی امنیت ریاست او دداخلی چارو وزارت ته اشاره کړی وو.
دا یعنی هغوی تر اوسه مطمئن نه وو چی دمیزان دښپږمی دورځی مظاهره کوونکو امنیت به دولت تامین کړی که نه.
نظر لرونکی وایی چی دا اندیښنه، که له یو خوا دهیواد په سراسرو منطقو کی د امنیت د وخیم او خراب والی څخه وو، له بلی خوا دحکومت او د روشنایی غورځنګ د غړو دبی اعتمادی څخه دی چی د اسد ددوهمی فاجعی په دهمزنګ کی تشدید او پراختیا پیداکړه.
اوس د روشنایی غورځنګ رهبران پردولت باندی په اعتقاد کولو سره وایی چی عدالت دهغه شهیدانو لپاره چی داسد په دوهمی فاجعی کی شهیدان سول دبامیان د برق ترڅنګ دبلو اصلی مطالباتو څخه دی.
له بلی خوا، دولت په شکاره ډول سره خپل اندیښنی ددی تظاهراتو په اړه څرګند کړی دی او په همدی بهانی سره، تلاش کړی دی چی ددی تجمعاتو او اعتراضاتو څخه مخنیوی وکړی.
څو ورځی مخکی، د اسد ددوهمی فاجعی په څلویشتم مراسم کی، د کابل پولیس اعلان کړ چی هر ډول سیاسی تظاهرات بیله مذهبی مناسباتو په موسوم ځای کی د شهید مزاری دمصلو لپاره دکابل په غرب کی ممنوع دی. شاید دهمدی لپاره وو هغه وخت چی دا غورځنګ کوشش کوله چی دی مرکز ته وارد سی نو ددیارلسمی حوزی د پولیسو دممانعت سره مخ سو؛ خو په نهایت کی دوی وکولای سوای چی خپل لاره ددی مرکز داخل ته خلاص کړی او مراسم ترسره سو.
تیر ورځ هم دکابل ګارنیزیون په رسمی ډول سره اعلان کړ چی دامنیتی اندیښنو په دلیل، د روشنایی غورځنګ هر ډول مظاهره په کابل کی د سه شنبی په ورځ ممنوع دی او دفاجعی درامنځته کیدو په صورت کی ددی غورځنګ رهبرانو سره به قانونی چلندوسی.
په دا حساب، که دمذاکری پیشنهاد نه وای مطرح سوای، دکار پوهانو په باور، بیله شکه، ددولت او روشنایی غورځنګ ترمنځ منځته راغلی مشکلات به ډیر سوی وای او دهغوی دمخامخ کیدو ډیر امکانات موجود وو. ددی ترڅنګ دا کار به دهر ډول خبرو اترو او دحل لاره به هم تړلی وای. اضافه داچی داسد ددوهمی فاجعی په شان دبلی فاجعی امکان هم وو.
په دی توضیح سره، تحلیلګران وایی چی دروشنایی غورځنګ رهبران ددی مسایلو په اضافه سره، دمعترضانو دنه شمولیت سره هم مخامخ وو، بله لاره نه وو پاته بی له دی چی ددولت سره مذاکره وکړی او دمونولوګ څخه دیالوګ ته تیرسی.
د ناظرانو په باور، اوس چی دا غورځنګ، مونولوګ په دیالوګ تبدیل کړی دی، هم دبلی فاجعی څخه مخنیوی وسوه او هم د متعرضانو او دولت د تقابل څخه کم سو او په عینی حال کی، هغه خوشبینونه چی دحل دلاری لپاره وجود درلود پراختیا ومونده.