سرور دانش؛ افغانستان داسلامی جمهوری ریاست دوهم معاون دبان کی مون دملل متحد منشی سره دسازمان ملل متحد په مقر کی وکتله او دمختلفو مسایلو په اړه ورسره خبری وکړ.
دپاکستان صداقت نه درلودل دڅلورجانبه ډلی دهماهنګی دناکامی اصلی دلیل دی
خبرگزاری صدای افغان(آوا) سرویس بین الملل , 4 میزان 1395 ساعت 11:24
سرور دانش؛ افغانستان داسلامی جمهوری ریاست دوهم معاون دبان کی مون دملل متحد منشی سره دسازمان ملل متحد په مقر کی وکتله او دمختلفو مسایلو په اړه ورسره خبری وکړ.
سرور دانش؛ افغانستان داسلامی جمهوری ریاست دوهم معاون دبان کی مون دملل متحد منشی سره دسازمان ملل متحد په مقر کی وکتله او دمختلفو مسایلو په اړه ورسره خبری وکړ.
دآوا دخبرګزاری په بیان سره، درییس جمهور معاون دملل متحد منشی دافغانستان ددولت او خلګو لوی ملګری وبلل او دهغه دیو لسیزی رهبری او تلاشونو څخه دبین المللی قضایایو په حل او فصل کی دهغه جملی څخه افغانستان قدردانی وکړ.
هغه دبروکسل کنفرانس ته په اشاری سره چی په نږدی راتلونکی کی رامنځته کیږی دوحدت ملی دحکومت دآمادګی څخه خبری وکړ او دامیدواری ابراز وکړ چی دافغانستان حکومت او دجامعه جهانی نمایندګان وکولای سی دبروکسل دناستی په استفادی سره موثره او شکاره چوکات دمتقابلو تعهداتو دا ارائه کړی.
همداسی درییس جمهور معاون دافغانستان دامنیت او سولی پر تامین باندی ټینګار وکړ او دحزب اسلامی دسولی دموافقنامی امضا دسولی او امنیت دتامین په برخه کی مثبت ګام وبلل او دامیدواری ابراز وکړ چی دسولی دتامین روند په افغانستان کی دتیرو وختو په پرتله قوی مخته یوړل سی چی دافغانستان ملی منافع تامین کړی.
هغه دڅلورجانبه دهماهنګی ډلی دفعالیتو پر اهمیت ټینګار کړی دی چی دپاکستان، افغانستان، چین او امریکا دنماینده ګانو په اشتراک سره ترسره سو او هغه و مناسب نتیجی ته نه رسیدو اصلی لامل دپاکستان دصداقت نه درلودل دهغه دتعهداتو په مقابل کی بولی.
درییس جمهور غنی معاون دوحدت ملی دحکومت اصلاحاتو په اشاری سره دانتخاباتی اصلاحاتو موضوع ته اشاره وکړ او دانتخاباتو نوی قانون توشیح په دی برخه کی لومړنی ګام وبلل.
هغه اظهار درلودی چی دانتخاباتی کمیسیونو دنوی رهبری په تعین سره د شمیرنی کمیتی په واسطه، آمادګی د پارلمانی انتخاباتو او ولسوالی شوراګانو درامنځته کولو لپاره په راتلونکی کلو کی هرڅه ژیر به شروع سی.
په دا دیدار کی بان کی من هم دافغانی هیات حضور څخه دملل متحد په یو اویاهمه جلسه کی استقبال وکړ او دافغانستان اویایمه کلیزه په سازمان ملل متحد کی دهغه په حضور او دافغانستان خلګو حضورته مبارکی وویل.
هغه دبروکسل دکنفرانس پر اهمیت ټینګار وکړ او وعده وکړ چی په داکنفرانس کی حتمآ اشتراک او دافغانستان ددولت دحمایت دجلب لپاره به تلاش وکړی.
دملل متحد دجنرال سکرتر دوحدت ملی دحکومت اصلاحاتو او دامنیتی ځواکونو دفداکاریو څخه تمجید وکړ او د جنګو او زیانباره تروریستی حملو په افغاستان کی دنتایجو په خاطر داستاد دانش سره د ددولت دنمایندی په حیث غم شریکی وکړ.
همداسی بان کی مون دسازمان ملل متحد اندیښنه دیو میلیونو کوچنیانو په قبال کی چی په سویی تغذی روژدی دی او دپنځه کاله لږ عمر لری او دداخلی بیځایه کیدونکو دتعداد دډیریدو په قبال کی ابراز درلودی او دافغانستان دحکومت داقداماتو غوښتونکی سو.
هغه دبروکسل دکنفرانس اهمیت ته په توجه سره دامیدواری ابراز وکړ چی دوحدت ملی حکومت وکړای سی چی دجامعه جهانی لپاره داصلاحاتو قوی برنامی دیو ښه ګام په حیث وړاندی کړی.
په داکتنه کی صلاح الدین ربانی دخارجی چارو وزیر او محمود صیقل دافغانستان دایمی نماینده په ملل متحد کی هم حضور درلودی.
د مطلب کود: 131144