کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

خبرگزاری صدای افغان(آوا) سرویس بین الملل , 3 میزان 1395 ساعت 11:38

مؤلف : سیدعیسی حسینی مزاری

داسلامی انقلاب کامیابی دامام خمینی(ره) په مشری دشهیدو امامانو او د غدیر دکلتور مروج کوونکو مشرانو ثمره د تیرو پیړیو څخه دی


داسلامی انقلاب کامیابی دحضرت امام خمینی(ره) په مشری او وروسته داسلامی نظام تاسیس د حق تقابل دباطل سره د معصومو امامانو دپاکو وینو، مبلغینو، دغدیر دکلتور مروج کوونکو نتیجه او ثمره دی او په همدی دلیل دی چی ددی نظام څخه همیشه جدی حمایت کوم او وایم چی یواځنی اسلامی نظام دنړی داستکبارو په مقابل کی د مستضعفینو دحمایت کوونکی په حیث مطرح دی، دایران اسلامی نظام دی چی دامام خمینی(ره) په لاسو بنیان ګزاری سو او نن د هغه د صالح ځایناستی حضرت امام خامنه ای(حفظه اللهتعالی) په واسطه رهبری کیږی.
دذی الحجه د اتلسمی (دغدیر دورځی اختر) سره همزمان یو باشکوهه جشن د تبیان دفرهنګی او اجتماعی فعالیتو دمرکزی دفتر پواسطه په کابل کی د( دغدیر کلتور او سوغاتونه؛ دهیواد وضعیت او ضرورتونه) ترعنوان لاندی دسلهاوو نارینه او ښځینه وو په ګډون ونیول سو. حجت الاسلام والمسلمین سید عیسی حسینی مزاری، په دا مراسم کی وویل: هغه حادثه چی د ذالحجه په اتلسمه د جحفی په ځمکه کی دغدیر خم په منطقه کی رامنځته سو دری جالبی نکتی لری. اول دا چی په دا ورځ دخدای(ج) دحاکمیت ادامه دځمکی پر مخ مطرح وو. شاغلی مزاری اضافه کړه: ددین دکامل کیدو بحث، دنعمت اتمام، دامامت مطرح کیدل او دولایت معرفی کیدل په داورځ کی دتوجه لاندی وو که دا دوه موضوع نه وای رامنځته سوی نو دخدای دحاکمیت ادامه په ځمکه کی ناقص وو. ددی دینی عالم په خبرو، که دا حوادث نه وای رامنځته سوی، هغه کار چی خدای تعالی غوښتل د ۱۲۴ زرو پیغمبرانو پواسطه او داسلام دپیغمبر درسالت په شمول په ځمکه کی محقق کړی دامامت دطرحی او دولایت دمعرفی کیدو بغیر ناقص پاته کیدل؛ له دامخی دذی الحجی په اتلسمه داسلام پیغمبر (ص) دحجاجو مخته حضرت امام علی(ع) د مومنانو دولی امر په حیث وټاکل. غدیر خم؛ یو میدان دانتخاباتو درامنځته کولو لپاره وو.
دتبیان عمومی رییس په شکوی سره اضافه کړه: دوهمه نکته، دکار یو شکل وو یعنی دولی په معرفی سره دکار نوی شکل ترلاس لاندی ونیول سو، په حقیقت کی د ذی الحجی په اتلسمه یو انتخابات رامنځته سو.
ښاغلی مزاری وویل: رشتیا خبره دی چی دولی مشروعیت دخدای له طرفه دی، خو دولی مقبولیت دخلګو له طرفه دی. دا دینی عالم تصریح کړه چی دولایت معارفی کوونکی خدای متعال دی، لکه څنګه چی پیغمبر(ص) ته امر وکړ چی دا ماموریت او مسوولیت خلګو ته ابلاغ کړی. ښاغلی مزاری ادامه ورکړه چی مبلغ او ددی انتخاباتو رامنځته کوونکی، خپله پیغمبر(ص) دی چی دغدیر حدیث دامام علی دمعرفی لپاره، دولایت او دمسلمینو دسرپرستی او مختلفو موضوعاتو دبیان لپاره چی دمسلمینو داداری لپاره لازم دی په هغه ځای کی اعلام کړ. دتبیان عمومی رییس وویل چی کاندید هم حضرت علی (ع) دی او رای ورکوونکی هم حجاج وو چی په هغه ځای کی حضور درلودی. درای ورکولو په بحث کی یواځی نارینه مطرح نه دی بلکی ښځی هم په دا رای ورکولو کی حضوردرلودی، ښاغلی مزاری یادآور سوه: هغه وخت چی زموږ مولا حضرت محمد (ص) معرفی کړ، خلګ بیعت ته حاضر سو او حضرت علی (ع) په دا جمعه کی دولی او سرپرست په حیث معرفی سو، په دا ځای کی دی چی دانتخاباتو بحث ددی ځایه مشروعیت پیدا کوی. دآزادو انتخاباتو بنیان ګزاره غرب نه بلکی اسلام دی دتبیان عمومی رییس ادامه ورکړه چی باید نور کسان د مردم سالاری او آزادو انتخاباتو دبنیانګزاری ادعا ونه کړی، لکه څرنګه چی په موجود شرایطو کی حتی زموږ په هیواد کی خلګ فکر کوی چی په اسلام کی دانتصاب بحث سته او یواڅی هغه خلګ چی انتخاباتو ته توجه لری غربیان دی، په داسی حال کی چی داسی فکر غلط دی. ددی دینی عالم دخبرو له مخی؛ هر هغه ښه والی چی نن په نړی حتی په غربی نړی کی وجود لری داسلام او دغدیر دفرهنګ څخه دی.
ښاغلی مزاری ادامه ورکړه: په دا ځای کی حضرت علی (ع) دپیغمبر (ص) دځای ناستی په حیث دخلګو درای پواسطه انتخاب سو؛ که څه هم دمشروعیت بحث خلګو پوری اړه نه لری او په خدای پوری مربوط دی خو مقبولیت او ښایسته والی یی په خلګو مربوطیدی او که دا مقبولیت ادامه پیدا کړی وای او هغه حجاج چی په هغه ځای کی وجود درلودی دخپلو رایو څخه پښیمانه سوی نه وای حضرت علی (ع) دپیغمبر(ص) دځایناستی او داسلام داجرایی رییس په حیث کار کولای خو دا چی دا مقبولیت له منځه ولاړی او اکثره حجاج دخپلی رایی څخه پښیمانه سو، دامام علی (ع) حضور دریاست او حکومت په برخه کی خراب سو او امام علی دحکومت په راس کی حضورنه درلودی تر څو چی دڅلورمی خلیفی په عنوان وروسته حضور پیدا کی.
دتبیان عمومی رییس په ادامه کی وویل: دریمه دبحث نکته، ددی حادثی دظهور اهمیت، دامامت او ولایت معرفی کیدل دی او که دلیل او منطق ته توجه وکړو، خپله هغه آیات چی پر پیغمبر(ص) نازل سو او دغدیر خطبه چی دپیغمبر (ص) پواسطه اعلام سو او نور ډیر روایتونه ددی برنامی او حادثی او دامامت او ولایت پر اهمیت دلالت کوی.
ښاغلی مزاری ادامه ورکړه؛ بعضی وختونه امکان لری چی موږ آیاتو او روایاتو توجه ونه کړو، ښه دکوم ځای څخه پوه سو چی دامامت او ولایت معرفی داهمیت څخه برخورداره دی؟
دتبیان عمومی رییس وویل: په دی بیان سره چی موږ په دا ځای کی ددشمن دحساسیت څخه پوهیږو، اضافه کړه: تاسو دغدیر خم وروسته ته وګوری چی دشمن په کوم مشکلاتو کی ولویدی، دامامت او ولایت مخالفان دهغه وخت څخه کوم برنامی او طرحی د امام علی (ع) په مقابل او دامامت او ولایت په مقابل کی ترلاس لاندی ونیول.
هغه اضافه کړه: دغدیر دکلتور دشمنان دغدیرخم دورځی وروسته دهیڅ امکاناتو او برنامه وو څخه سترګی نه دی پټی کړی، هغوی ددی لپاره چی دامامت بحث ادامه پیدانکړی، درقیق، فجیع او خطرناکو طرحو څخه استفاده وکړه.
ښاغلی مزاری ادامه ورکړه چی دحق او باطل تقابل دذی الحجی دورځی وروسته پراختیا ومونده او په دا تقابل کی، دخدای دشمنان هم دهیڅ تلاش څخه دریغ نه دی کړی او بالمقابل حق غوښتونکی هم دحق لپاره دریدلی دی، که څه هم دحق غوښتونکو تعداد لږ وو خو داسلام دمخالفانو او دشمنانو تعداد ډیر وو.
دتبیان عمومی رییس اضافه کړه: دا تقابل بی هزینی نه وو، بلکی ډیر دروند بها دولایتمدارانو لپاره پرځای پریږدی، لکه څرنګه چی ددی تقابل لومړی بها د حضرت الزها(س) شهادت دی چی دولایت دحمایت لپاره ځان مبارزی ته ورکړی او په نهایت کی خپل خوږ ژوند دلاسه ورکړی. دوهم بها ددی تقابل خپله دامام علی (ع) شهادت دی چی دمسجد په محراب کی دولایت او امامت دمخالف په لاس په شهادت رسیږی. دریم بها دحضرت امام حسن مجتبی(ع) شهادت او څلورم بها دحضرت امام حسین (ع) او دهغه د۷۲ تنو یارانوشهادت دکربلا په ځمکه کی دی. ښاغلی مزاری په دی بیان چی دا تقابل او وینی ورکول دغدیرخم دبحث دغفلت په خاطر وو اضافه کړه: د عاشورا دحادثی رامنځته کیدل دامام حسین(ع) او دهغه د ۷۲ تنو یارانو شهادت او دهغه دکورنیو دغړو په اسارت تلل، دغدیر خم دکلتور دحمایت څخه دغفلت او دامام علی (ع) سره همکاری نه کولو په نتیجه کی رامنځته سو. له دی مخی امام حسین مجبور کیږی چی دغدیر خم دواقعیت دحفاظت لپاره قیام وکړی او لاس په مبارزه ووهی.
ښاغلی مزاری اضافه کړه چی کله امام حسین (ع) او دهغه یاران ولیدل هغه څه چی دغدیر په ورځ مطرح او پیغمبر(ص) هغه ته دومره اهمیت قایل سو او دهغه داجرا او تداوم لپاره ټینګار وکړ او د اسلام پیغمبر (ص) ټول لاسته راوړنی او دامام علی(ع) زحمات له منځه ځی، حاضر سو چو په صحنه کی حضور پیداکړی او خپل خوږ ځانونه له لاسه ورکړی.
ښاغلی مزاری وویل چی زموږ نور معصوم امامان(ع) هم په دامسیر کی او په دالاره کی په صحنه کی حضوردرلودی او شهیدان سول. زموږ ددولسم امام غایب کیدل هم دامامت او ولایت دحمایت په خاطر دی؛ ځکه که چیری حضرت ولی عصر(عج) دخدای په امر نه وای غایب سوی، دهغه کسانو پواسطه چی دغدیر دکلتور او واقعی مخالف وو په شهادت رسیدل او ددی باعث کیدل چی دامامت بحث له منځه ولاړ سی او دخدای دحکومت تداوم په ځمکه کی ناقص پاته کیدل او موږ به نن حیران پاته کیدلو او دخدای پرلاره نه پاته کیدلو.
ښاغلی مزاری اضافه کړه: چی دامام زمان(عج) تر غیبت وروسته هم دا تقابل ادامه پیدا کړه خو په دا تقابل کی دباطل طرفدارانو شمیر دحق تر طرفدارانو غالب سو ترڅو دا ثمره او نتیجه زموږ په عصر کی دامام خمینی(ره) په لاسو محقق سو. داچی موږ ددی نظام څخه صفت کوو او په ټول توان سره حاضر یو چی ددی څخه حمایت وکړو چی دا زموږ دامامانو ثمره دتاریخ په اوږدو کی دی.
دتبیان دعمومی رییس په خبره داسلامی انقلاب کامیابی دحضرت امام خمینی(ره) په مشری او وروسته داسلامی نظام تاسیس د حق تقابل دباطل سره د معصومو امامانو دپاکو وینو، مبلغینو، دغدیر دکلتور مروج کوونکو نتیجه او ثمره دی او په همدی دلیل دی چی ددی نظام څخه همیشه جدی حمایت کوم او وایم چی یواځنی اسلامی نظام دنړی داستکبارو په مقابل کی د مستضعفینو دحمایت کوونکی په حیث مطرح دی، دایران اسلامی نظام دی چی دامام خمینی(ره) په لاسو بنیان ګزاری سو او نن د هغه د صالح ځایناستی حضرت امام خامنه ای(حفظه اللهتعالی) په واسطه رهبری کیږی. دا تقابل وروسته دپیړیو څخه نتیجه ورکوی او دا دحق غوښتونکو، مبلغینو او دغدیر دکلتور دمروجینو نتیجه دی چی یو نظامی انقلاب منځته راځی چی دهغه په اثر دغدیر کلتور په نړی کی ژوندی کیږی. داسلامی انقلاب په کامیابه کیدلو سره او دهغه دزړه څخه راوتلی نظام، دغدیر کلتور په منطقه او نړی کی ژوندی سو او مسلمانان ددی کلتور څخه متاثر سوله. دافغانستان اسلامی جهاد هم دغدیر دکلتورڅخه متاثر دی چی د ۱۴ کالو په ترڅ کی دافغانستان خلګ حضور پیداکړی دی او دژوند ورکولو ته حاضر سوی دی خو تسلیم نه سول او دخپل فولادین ارادی سره دشرق دارتش سره مبارزه وکړ او هغه ته ماته ورکړه. دښاغلی مزاری په اعتقاد؛ که دعراق او الجزایر مسلمانان مبارزات ترلاس لاندی ونیول، او که دهغه وروسته حرکتونه داسلام په نړی کی رامنځته سو او په نتیجه کی د ۱۳۸۸ کال وروسته اسلامی حرکتونه په منطقه کی رامنځته شو؛ او همدارنګه دحسنی مبارک، تونس او نور استبدادی او استکباری رژیمونه سقوط وکړدغدیر دکلتور دتاثیر څخه دی. ښاغلی مزاری تصریح کړ: دنن ورځی دحق او باطل تقابل هم دامام علی (ع) دوخت تقابل دی. خو په هغه وخت کی حق غوښتونکی ضعیف وو، خو نن قوی او قدرتمنده دی. هغه ورځ علی (ع) یواځی پاته سو، خو نن ورځی امکان نه لری چی زموږ دوخت علی یواځی پاته سی او دکفارو او مشرکینو په مقابل کی وجنګیږی او نور مسلمانان چوپ پاته سی. دتبیان دعمومی رییس دخبرو په اساس؛ که نن په منطقه کی جنګ وجود لری؛ که دافغانستان، بحرین، سوریه، عراق او نورو اسلامی هیوادو کی مشکلات سته، د همدی حق او باطل دتقابل څخه دی. ښاغلی مزاری اضافه کړ: نن دیزید او منحرفینو پیروان په بل شکل ظهور کړی دی او زموږ دامامانو او ددین دمشرانو سره په نابرابره تقابل کی قرار لری. همچنان دافغانستان ننی شرایط ددی تقابل څخه دی. دا په داسی حال کی دی چی دا تاثیر دغدیر څخه دی او دکمال څخه داستفادی لپاره لوی لاره مخته لرو. ښاغلی مزاری په دا بیان سره چی که داسلام نړی دغدیر دکلتور او کمال څخه په پوره توګه پیروی وکړی نو دا مشکلات به مو نه درلودای. ښاغلی مزاری وویل چی موږ که ووایو چی دافغاستان ۹۹،۹ فیصده خلګ مسلمان دی، دمختلفو مشکلاتو سره مخ یو، په دی خاطر دی چی تر اوسه نه یو توانستلی دغدیر دکلتور څخه په ښه توګه استفاده وکړو. دسنی او شیعه بحث مطرح نه دی ځکه دامامت او دخدای دولایت بحث عام دی. هم شیعه او هم سنی هغه قبلوی. او ټینګار یی وکی چی په اوسنی شرایطو کی موږ ضرورت لرو چی ددی کلتور څخه په ښه توګه استفاده وکړو. موږ باید دغدیر دکلتور په اړه عمیق مطالعه وکړو چی دا زموږ د سیاسی، کلتوری، اقتصادی، نظامی، اجتماعی ... عرصو کی کوم برنامی لری او دهغه مهم لاسته راوړنی کوم دی. ښاغلی مزاری اضافه کړه چی که موږ دمطالعی وروسته وکولای سو دغدیر دبډای کلتور څخه استفاده وکړو هغه وخت به دخپل هیواد پر مشکلاتو بری ومومو او خپل دشمنان وټکوو او دوحدت ملی دحکومت دنظام داصلاح وروسته دهغه دمختلفوعرصو څخه حمایت وکړو ترڅو دیو مقتدر افغانستان څخه برخمن سو. دافغانستان خلګ وظیفه لری چی دغدیر دفرهنګ دپیروی وروسته دا فرهنګ تبلیغ او ترویج کړی. ښاغلی مزاری وویل چی زموږ حوزوی علما باید ددی فرهنګ په ترویج کی جدی کار وکړی. زموږ حوزوی علما پوهیږی چی زموږ ننی مشکل دغدیر دکلتور پیاده نه کول دی او که دا دجامعی په سطحه پیاده سی موږ به په سر لوړی ژوند وکړو. ښاغلی مزاری وایی چی زموږ علما باید دعربی ژبی ادبیاتو کی او اصول او فقه کی جدی ورود پیداکړی ترڅو دعلمی اقتدار څخه برخورداره سی او وویل چی موږ ددینی معرفت په برخه کی ضعیف یو که موږ ضعیف نه وای نو زموږ نور مباحث به حل وای.
ښاغلی مزاری علماووته په خطاب کی وویل: چی موږ وظیفه لرو ددین دمعارفاتو په بیان کی او اسلامی احکامو په بیان کی او دمسلمانانو دتکالیفو په اړه عمل وکړو، ترڅو چی زموږ خلګ ددی مشکلاتو څخه ووځی. هغه په دی بیان سره دافغانستان و عالمانو ته وویل چی محترمو عالمانو! که دا دولت اسلامی دولت دی نو حمایت ځینی وکړی او که اسلامی نه دی نو بیاهم صحنی ته راسی او موږ ته شکاره کړی ترڅو دافغانستان خلګ هم شرایط وپوهیږی. او موږ خلګ موجود حالت کی پرینږدو، خلګ باید پوه سی چی په اوسنی شرایطو کی څنګه ژوند وکړی اوددولت او خارجی هیوادو سره څنګه تعامل وکړی.
ښاغلی مزاری وویل: متاسفانه زموږ ځینی علما او مشران په اوسنی شرایطو کی غفلت کوی او نه غواړی چی وحدت ولری. هغه اضافه کړه چی دا مشکلات ددی لپاره وجود لری چی زموږ دینی معرفت کامل نه دی او دخدای ددشمنانو څخه ډار لرو.
ښاغلی مزاری اضافه کړه چی زموږ علما داسلامی مناسبتونو دتجلیل په اړه ضعیف عمل کوی او باید زموږ دخلګو داسلامی اخلاقو دلوړولو لپاره جدی عمل وکړی. ښاغلی مزاری هشدار ورکړچی که زموږ علما په دی برخه کی کار ونه کړی نو دخدای، پیغمبر(ص)، معصومین(ع) او خلګو مخته محکوم دی. هغه وویل چی زموږ عالمان باید دغدیر دکلتور دمروجولو لپاره دمبلغانو په حیث عمل وکړی او هره ورځ تکراری مطالب ونه وایی او ورځنی مسایل په هر برخو کی تحلیل کړی او زموږ روحانیون باید په ټولو عرصو کی دخلګو امام وی. زموږ عالمان باید دورځنی تکنالوژی څخه استفاده وکولای سی، په داسی حال کی چی نن اکثریت علما دتکنالوژی په اړه کوم څه نه پوهیږی او دا دیو روحانی لپاره نقص بلل کیږی. هغوی نه سی کولای دغدیر کلتور تبلیغ او ترویج کړی. ښاغلی مزاری یو ځل بیا ټینګار وکړ چی دغدیر دکلتور په اړه باید تلاش وکړو او دولتیان هم وپوهیږی چی د امیرالمومنین پیغام و مالک اشتر ته دحضرت علی (ع) یومیلیاردمه ظرفیت دی نن دسازمان ملل منشوردی او باید ددی شخصیت دفکرو او شتو معلوماتو څخه استفاده وکړو. هغه وویل چی زموږ هیواد هغه وخت ددی بحران څخه نجات پیدا کوی چی دغدیر بډای کلتورته توسل وکړی او که دی کلتور ته بی توجهی وکړو بیا هم دعاشورا حادثه تکراریدونکی دی.


د مطلب کود: 131090

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/131090/

آوا
  https://www.avapress.com