کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

روحاني د اروپايي شورا له مشر سره وکتل

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 3 میزان 1393 ساعت 13:25


له نیویارک زموږ د خبریال د راپور له مخې د اسلامي ایران ولس مشر حسن روحاني پرون مازدیګر د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې  د غونډې په څنډه کې د اروپايي شورا له مشر هرمان فان رامپوې سره وکتل او د ایران د اتومي مذاکراتو، د منځني ختیځ حالاتو او په سیمه او نړۍ کې د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې په اړه ېې ورسره خبرې اترې وکړې .
روحاني وویل د ژنیو موافقې وښوده چې دواړه لوري د خبرو اترو له لارې ښې نتیجې تر لاسه کولای شي.
هغه دان پي ټي تړون په عملي کولو ټينګار وکړ او زیاته ېې کړه که دایران هڅې نه واي عراق به اوس د ترهګرو په لاس کې ؤ .
روحاني زیاته کړه ترهګري ټولې نړۍ ته سرایت کولای شي او خطرناکه ده.
رامپوې هم وویل که د ایران او پنځه جمع یوې ډلې جامع توافق تر لاسه شي د ایران او اروپا تر منځ به د اړیکو نوی باب پرانیستل شي.


د مطلب کود: 99420

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/99420/روحاني-د-اروپايي-شورا-له-مشر-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com