کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

برمک: که کاندیدان په خپل منځ کې جوړجای وکړي او کنه د ټاکنو نتیجې اعلانوو

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 20 سنبله 1393 ساعت 10:42


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کميسيون وايي، که کانديدان په خپل منځ کې جوړجاړی وکړي يا ونه کړي، د ولسمشرۍ د ټاکنو نتيجې به اعلان کړي.
د انتخاباتو د کميسيون يوه غړي سرير احمد برمک لوېديځو رسنيو ته وويل؛ چې ممکن راتلونکې اوونۍ د ولسمشرۍ د انتخاباتو پايلې اعلان شي.
له بلې خوا د انتخاباتو د خپلواک کميسيون مرستيال عبدالرحمن هوتکي له ازادي راډيو سره په خبرو کې د افغانستان د انتخاباتو د ټولو رايو تفتيش بې ساري وباله. ده وويل، داسې تفتيش د نړۍ په بل هيڅ ځای کې نه دی شوی.
ده وويل چې، د انتخاباتو خپلواک کميسيون به خپله وروستۍ غونډه سبا جوړه کړي او بيا به خپله پرېکړه د شکايتونو کميسيون ته واستوي:
د ولسمشرۍ د انتخاباتو کانديد اشرف غني احمدزي پرون د انتخاباتو له کميسيونه وغوښتل چې؛ د رايو نتيجه ژر اعلان کړي، خو د ولسمشرۍ بل کانديد عبدالله عبدالله ويلي چې؛ د رايو نتيجه ونه مني.


د مطلب کود: 98558

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/98558/برمک-کاندیدان-په-خپل-منځ-کې-جوړجای-وکړي-او-کنه-د-ټاکنو-نتیجې-اعلانوو

آوا
  https://www.avapress.com