کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دایران خارجه وزیر، دفلسطین د مقاومت له مشرانو سره، ټلفونی خبری وکړی

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 6 سنبله 1393 ساعت 13:28


دایران خارجه وزیر، محمدجواد ظریف، دغزی په تړانګه کی، د صهیونیسټی رژیم په ۵۰ ورځنۍ جګړه کی، د فلسطین د خلګو او مقاومت ډلو، د بریالیتوب مبارکی و ویله .
د ایران دخارجه وزارت د رسندویی ډیپلماسۍ، د لویی اداری د رپوټ له مخی، دایران خارجه وزیر، محمد جواد ظریف، تیره شپه د فلسطين داسلامی جهاد د غورځنګ دعمومی منشی، رمضان عبدالله شلح، او د فلسطین داسلامی مقاومت غورځنګ، حماس، دسیاسی دفتر د رئیس، خالد مشعل، سره په جلا جلا ټلفونی خبروکی، د صهیونیسټی رژیم د ظالمانه جنګ سره په مقابله کی، دغزی خلګو له مقاومت او دریدنی، قدرونه وکړه .
دایران خارجه وزیر، دغزی پر بی دفاعو خلګو باندی، د صهیونیسټی رژیم دپوځ، ۵۰ ورځنیو حملو ته په نغوتی سره، په نړیوالو ټولنوکی، دغزی خلګو په ضد، د صهیونیسټی رژیم د جنایتونو پر سیاسی او حقوقی تعقیب باندی ، ټینګار وکړ .
رمضان عبدالله شلح، او خالد مشعل هم، په دغو ټلفونی خبرو اتروکی، دغزی د وروستی وضعیت، او د وروستیو بریالیتوبونو په تشریح کولو سره، دغزی له خلګو څخه په ملاتړ کی، دایران داسلامی جمهوریت له ډیپلماټیکو هلو ځلو څخه، قدرونه وکړه، او زیاته یی کړه : د مقاومت ترڅنګ؛ دایران له حضور څخه پرته، داسرائیلو په وړاندی بریالیتوب، امکان نه درلود .


د مطلب کود: 97686

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/97686/دایران-خارجه-وزیر-دفلسطین-د-مقاومت-له-مشرانو-سره-ټلفونی-خبری-وکړی

آوا
  https://www.avapress.net