کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ډاکټرعمر زاخیلوال: د تیر یو کال راهیسې پنځه شپږ ملیارده ډالره پانگه د افغانستان نه ایستل شویده

دصدای افغان خبری اژانس (اوا) , 4 سنبله 1393 ساعت 11:28


ډاکټر عمر زاخیلوال ، د افغانستان د ماليې وزیر وايي د انتخاباتو د جنجال اوږدیدل او ددی جریان له امله نا مطمینې فضا د افغانستان په اقتصاد باندې په کافي اندازې ناوړه اغیزې کړیدي چې د افغانستان ته زیات و کم، پنځه شېږ ملیارده ډالره ضرر رسیدلی دی.
همداشان ددغه نامطمین حالت په وجې تقریبا د پنځو شپږو میلیاردو ډالرو په حدودو کې، د خلکو شخصي نغدې پانگې په دې تیر یوه کال کې د ملک نه وتلي دي چې دا به هم د افغانستان په اقتصاد باندې اوږدمحالې منفي اغیزه ولري.  
  ډاکټرعمر زاخیلوال وايي ددې شخصي پانگې سل فیصده بیرته جلبول خو به سخت کار وي، خو د یوې مثبتې سیاسي فضا په را منځ ته کیدو، چې د اقتصاد غوړیدل هم ور پورې تړلي دي، تر ډیره حده بیرته ملک ته راوړل کیدلی شي.


د مطلب کود: 97552

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/97552/ډاکټرعمر-زاخیلوال-د-تیر-یو-کال-راهیسې-پنځه-شپږ-ملیارده-ډالره-پانگه-افغانستان-نه-ایستل-شویده

آوا
  https://www.avapress.net