کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

محسني: که کاندیدان د رایو د تفتیش او ابطال د لایحې د عملي کیدو په اړه شکایت لري، کولای يي شي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 22 اسد 1393 ساعت 18:23


د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وایي، که چیرې د جمهوري ریاست کوم کاندید د رایو د تفتیش او ابطال د لایحې د عملي کیدو په اړه کوم شکایت ولري نوکولای شي په دې اړه یاد کمیسون ته شکایت وکړي.
د دغه کمیسون منشي او ویاند نادرمحسني نن خبریالانو ته وویل، چې دوي حاضردي څو د قانون له مخې له دغه ډول مواردو سره چلند وکړي:
″که دواړه کاندیدان د رایو د تفتیش یا ابطال د لایحې په اړه کومه سرغړونه ویني، کولای شي په دی اړه رسما شکایت ثبت کړي څو موږ یا د هغو صندوقونو په بیا تفتیش کولو اقدام وکړو او یا هم د هغوي اعتراضي موارد رفع کړو.″
ښاغلي محسني زیاته کړه چې؛ د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون پرون رسما د راېو پاڼود تفتیش او ابطال لایحه ترلاسه کړه او دوي حاضردي چې د دغې لایحې د عملي کیدو څارنه وکړي.


د مطلب کود: 96843

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/96843/محسني-کاندیدان-د-رایو-تفتیش-او-ابطال-لایحې-عملي-کیدو-په-اړه-شکایت-لري-کولای-يي-شي

آوا
  https://www.avapress.com