کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستان صدراعظم د هغه ادعاوو د پلټنې ژمنه کړې چې په انتخاباتو کې یې د درغلیو په اړه کړې وې

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 22 اسد 1393 ساعت 11:45


د پاکستان صدراعظم نوازشریف د اپوزیسیون د هغو ادعاوو په تړاو د خپلواکې او شفافې پلټنې ژمنه کړې چې د تیرکال په انتخاباتو کې یې د درغلیو په اړه کړې وي.
شریف دا څرګندونې پرون په یوه ټلویزیوني وینا کې وکړې او هغه یې په هېواد کې د سیاسي شخړو د کمولو یوه هڅه وبلله.
دا خبرې داسې مهال کیږي ټاکل شوې دوې ورځې وروسته د شریف د دوو سیاسي مخالفینو عمران خان او طاهر القادري په مشرۍ په پاکستان کې اعتراضونه وشي.
خان او قادري دواړه ادعا کوي چې د ۲۰۱۳ کال په انتخاباتو کې چې شریف یې واک ته ورساوه، درغلي شوي دي.
صدراعظم شریف ویلي، چې د خلکو د اعتراضونو د حق درناوی کوي، خو وایې پارلماني استازي د سړکونو په مظاهرو نه شي تعینیدلی.
تیره اونۍ د پاکستان په ځینو برخو کې وروسته له هغه شخړې راپورته شوې چې د قادري پلویانو په لاهورښار کې له پولیسو سره د څو ورځو لپاره جګړه وکړه.
د اګست څوارلسمې ته ترپلان شویو اعتراضونو وړاندې په دغه هېواد امنیتي تدابیر کلک شوي او زرګونه اضافي پولیس د دغه هېواد په څو ښارونو کې ځای پرځای شوي دي.


د مطلب کود: 96820

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/96820/د-پاکستان-صدراعظم-هغه-ادعاوو-پلټنې-ژمنه-کړې-چې-په-انتخاباتو-کې-یې-درغلیو-اړه-وې

آوا
  https://www.avapress.com