کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د یو وزیرستاني په ګډون ۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او ۲ نور ژوندي نیول شوي

16 اسد 1393 ساعت 12:58


د میدان وردګو ولایت په چک او سیداباد ولسوالیو کې د بېلابېلو پېښو به ترڅ کې د دوو قوماندانانو په ګډون ۳ وسله وال طالبان وژل شوي او د یو وزیرستاني په ګډون ۲ نور ټپیان شوي دي،همدا راز د ملي اردو یو سرتېری هم ټپي شوی دی .
د چک ولسوالۍ په علي همت سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې،چې په ترڅ کې یو وسله وال طالب وژل شوی او د یو وزیرستاني په ګډون ۲ نور ټپیان شوي دي،همدا راز په دغه نښته کې د ملي اردو یو سرتېری هم ټپي شوی.
په ورته وخت کې د یادې ولسوالۍ په اسلم خیلو سیمه کې د یوه هوایې برید په ترڅ کې د وسله والو طالبانو دوه قوماندانان مولوی حبیب الله مشهور په وفا او ملا حزب الله وژل شوي دي .
د یو بل خبر له مخې د سیداباد ولسوالۍ په ډاګ بغري سیمه کې امنیتي ځواکونو عملیات ترسره کړي،چې دوه وسله وال طالبان یې له ګڼ شمېر وسلو او مهماتو سره یو ځای ژوندي نیولي .


د مطلب کود: 96489

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/96489/د-یو-وزیرستاني-په-ګډون-۶-تنو-ته-مرګ-ژوبله-اوښتې-او-۲-نور-ژوندي-نیول-شوي

آوا
  https://www.avapress.com