کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

نور: هیڅوک حق نه لري چې د شخصي مسایلو لپاره د رایو د تفتیش بهیرله ستونزو سره مخ کړي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 16 اسد 1393 ساعت 12:53


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، هیڅوک حق نه لري چې د شخصي مسایلو لپاره د رایو د تفتیش بهیرله ستونزو سره مخامخ کړي.
د دغه کمیسیون ویاند نورمحمدنور نن په یوه خبري کنفرانس کې په دې اړه وویل:
″له دواړو کاندیدانو او د هغوی له تخنیکې استازو په جدیت غواړو چې د رایو د تفیتش په بهیر کې داسې پيښې ونه شوې.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون به د داسې پيښو د تکرار په صورت کې له انظباطي تدابیرو کار واخلي چې هیڅ ډول لفظي او فزیکې شخړه ونه شي.″
دا په داسې حال کې ده چې د جمهوري ریاست د دواړو کاندیدانو دوو څارونکو نن د رایو د تفتیش پر مهال فزیکې شخړه وکړه چې ویل کېږي یو تن پکې ژوبل شوی هم دی.
د انتخاباتو کمیسیون چارواکو همداراز وویل چې د جمهوري ریاست د دویم دور انتخاباتو د رایو ټول صندوقونه ددغه کمیسیون مرکزي دفتر ته رسیدلي دي.


د مطلب کود: 96484

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/96484/نور-هیڅوک-حق-نه-لري-چې-د-شخصي-مسایلو-لپاره-رایو-تفتیش-بهیرله-ستونزو-سره-مخ-کړي

آوا
  https://www.avapress.com