کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عباس: م.م دې د فلسطینیانو د قلمرو او وګړو په ساتنه کې مرسته وکړي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 23 سرطان 1393 ساعت 12:38


دفلسطینیانو مشر له ملګروملتونو غوښتي چې د فلسطینیانو د قلمرو او وګړو په ساتنه کې مرسته وکړي.
محمود عباس پرون په یوه بیان کې وویل چې؛ په غزه کې حالات نور نو د زغم وړ نه دی.
محمودعباس په یوه لیک کې د ملګروملتونو له سرمنشي بانکي مون څخه غوښتي چې؛ فلسطین رسماً د ملګروملتونو د ساتنې په سیسټم کې شامل کړي او د دې مسالې د قانوني اړخ د سمدستي تعقیب لپاره یوه کمیټه جوړه کړي.
د فلسطیني ادارې مشر پرون د لویدیځې غاړې په "رام الله" کې وویل چې؛ له نړیوالې ټولنې د فلسطین او فلسطینیانو د ساتنې غوښتنه د سیاسي مشرانو له خوا شوې ده:
"د فلسطینیانو مشرتابه او په خاص ډول مرکزي اجراییه قرارګاه او مرکزي کمیټې پرله پسې غونډې کوي. نن دوی پرېکړه وکړه چې، د فلسطین د قلمرو او وګړو د ساتنې لپاره د نړیوالو مرسته وغواړي."
عباس همداراز په غزه کې د اسراییلو د پراخو او درنو بمباریو په اړه د څېړنو لپاره د یوه کمیسیون د جوړېدو غوښتنه کړې. اسراییل وايي، دا بمبارۍ یې د دې لپاره پیل کړې چې له غزې د اسراییلو پر قلمرو د حماس د توغندیو د حملو مخه ونیسي.
له بلې خوا د نړۍ د کاتولیکانو مذهبي مشر پاپ فرانسس له نړیوالو سیاسي مشرانو غوښتي دي چې؛ د اسراییلو او فلسطینیانو د شخړې د حل لپاره خپلې هڅې ونه سپموي. پاپ پرون په واتیکان کې وویل:
"زه له ټولو ښکېلو اړخونو او له هغو کسانو څخه چې په سیمه ییزه او نړیواله کچه سیاسي مسوولیتونه لري؛ غواړم چې د ټولو دښمنیو د ختمولو او د امن د لارې د تعقیب لپاره چې زموږ ټولو ښېګڼه په کې ده؛ خپلې دعاګانې او هڅې ونه سپموي."
د راپورونو له مخې په غزه کې د اسراییلو د پوځ په هوايي حملو کې څه کم یوسل او اویا کسان وژل شوي او ویل کېږي چې، له زرو زیات په کې ټپیان شوي هم دي.
د راپورونو له مخې په مړو او ټپیانو کې اکثریت ملکي وګړي دي.


د مطلب کود: 95301

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/95301/عباس-م-دې-د-فلسطینیانو-قلمرو-او-وګړو-په-ساتنه-کې-مرسته-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com