کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د نښتې له امله ۸ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 21 سرطان 1393 ساعت 11:07


 د امنیتي ارګانونو د معلوماتو له مخې، د میدان وردګو ولایت د بهسودو لومړۍ برخې ولسوالۍ په کجاب سیمه کې د ولسي وګړو او وسله والو طالبانو ترمنځ تېره ورځ د نښتې له امله ۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي .
همدا راز د دغه نښتې په ترڅ کې درې ملکي وګړې هم ټپیان شوي دي او په سیمه کې یو مسجد هم زیانمن شوی دی .
په میدان وردګو ولایت کې لومړی ځل دی،چې ولسي وګړي د وسله والو طالبانو د  لمنځه وړلو په موخه له دوی سره د دوی د نښتې له امله پنځه وسله وال  طالبان لمنځه وړي .


د مطلب کود: 95149

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/95149/د-نښتې-له-امله-۸-تنو-ته-مرګ-ژوبله-واوښته

آوا
  https://www.avapress.com