کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهور رئيس کرزي په بلخ او ننګرهار ولایتونو کې په ترافيکي پېښو کې د مرګ ژوبلې له امله خواشيني څرګنده کړه

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 8 سرطان 1393 ساعت 9:47


د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس حامد کرزي پر دوو جلاجلا ترافيکي پېښو چې ګڼ شمېر کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې، ژوره خواشيني څرګنده کړه.
د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې پرون سهار ۵ بجې د کابل ـ مزارشریف پر لویه لارهیو مسافر وړونکی بس موټر له یوې بار وړونکې لارۍ سره ټکر وکړ، چې پکې ۵ کسان مړه او ۲۰ تنه نور ټپیان شول. بله پېښه پرون سهار د تورخم ـ جلال آباد په لاره هغه مهال رامنځته شوه چې ۱۷ تنه پکې مړه او ۹ تنه نور ټپيان شول.
جمهور رئيس حامد کرزی د دغو ترافيکي پېښو له امله د ژورېخواشينۍ د څرګندولو په ترڅ کې وویل چې ګران هېوادوال دې د موټر چلولو پر مهال له احتیاط څخه کار واخلي او د ځان او نورو مسافرو ژوند دې له ګواښ سره نه مخامخ کوي.
همدارازجمهور رئيس حامد کرزيد کورنيو چارو وزارت مسوولینو تهلارښوونه وکړه چې پر لويو لارو د ترافيکي پېښو د مخنيوي په برخه کې دې خپل هر اړخیز لازم اقدامات وکړي.
جمهور رئيس کرزید شهيدانو کورنيو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کوي او د لوی خدای له دربار څخه هغوی ته د جميل صبر او ټپيانو ته د سملاسي روغتیا هيله کوي


د مطلب کود: 94417

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/94417/جمهور-رئيس-کرزي-په-بلخ-او-ننګرهار-ولایتونو-کې-ترافيکي-پېښو-د-مرګ-ژوبلې-له-امله-خواشيني-څرګنده-کړه

آوا
  https://www.avapress.com