کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسي جرګې د پیسو مینځلو او له جرمونو څخه د عوایدو د مخنیوي د قانون طرحه تصویب کړه

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 26 جوزا 1393 ساعت 14:03


د افغانستان ولسي جرګې نن د پیسو مینځلو او له جرمونو څخه د عوایدو د مخنیوي د قانون طرحه په اتو فصلونو او اویا مادو کې تصویب کړ.
کله، چې د وزیرانو شورا دغه طرحه ولسي جرګې ته ولیږله؛ پنځه څلوېښت مادې یې درلودې، خو ولسي جرګې له بحثونو وروسته پنځه ویشت نورې مادې ورزیاتې کړې.
ولسي جرګې تیره اونۍ هم د پیسو د مینځلو او له جرمونو نه د عوایدو د مخنیوي قانون د تصویبیدو هوډ وکړ، خو دا چې د جرګې نصاب پوره نه وو، تصویب یې دې اونۍ ته وځنډیده.
له دې وړاندې افغانستان بانک او عدلیې وزارت خبر داری ورکړی و؛ که د جون میاشتې تر وروستیو پورې دغه قانون تصویب نه شي؛ د هیواد بانکونه به د یوشمیر هیوادونو په تورلست کې شامل شي.


د مطلب کود: 93592

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/93592/ولسي-جرګې-د-پیسو-مینځلو-او-له-جرمونو-څخه-عوایدو-مخنیوي-قانون-طرحه-تصویب-کړه

آوا
  https://www.avapress.com