کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ټاکنو په دويم پړاو کې د عالمانو، ښځو او ځوانانو پر رول ټينګار کوي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 18 جوزا 1393 ساعت 12:40


د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ټاکنو په دويم پړاو کې د روڼتيا او د خلکو پراخه ګډون په برخه کې د عالمانو، ښځو او ځوانانو پر رول ټينګار کوي او وايي، د ټولنې دا پرګنې کولى شي په دې ملي پروسه کې د خلکو د عامه پوهاوي په لوړولو کې همکاري وکړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون مرستيال عبدالرحمن هوتکي وويل، چې د وري ١٦مې نېټې ټاکنو کې د عالمانو، ځوانانو او قومي مشرانو رول پياوړى و، له همدې امله خلکو په ټاکنو کې په پراخه بڼه ګډون وکړ.
نوموړى، چې په ټاکنو کې د ديني عالمانو، قومي مشرانو او مخورو ښځو د رول ملي سيمينار" ته خبرې کولې، وويل موږ د ټولنې له ټولو پرګنو غوښتنه لرو، چې د ټاکنو په دوم پړاو کې د ګډون لپاره د خلکو د عامه پوهاوي د لوړولو او پراخه ګډون لپاره فعاله رول ولوبوي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دارالانشاء رييس ضياءالحق امرخېل هم وويل: ((موږ دا ځل علماوو، سپين ږيرو، ښځو او ځوانانو ته خطاب کوو، چې په ټاکنو کې د تقلب د مخنيوي لپاره له موږ سره همکاري وکړي، چې د تقلب ريښې وباسو، څو نور هېڅوک هم په تقلب باور ونه لري، نه تقلب وکړي او نه درغلیو ته لمن ووهي.)
هغه زياته کړه، چې د عالمانو همکارۍ ته اړتيا لري او هغه غږ چې عالمان يې له منبر څه اوچتوي، د چارواکو له غږ سره توپير لري ، ملت عالمانو ته درناوى لري، نو ځکه يې په ټاکنو کې رول خورا مهم دى.
د ښځو چارو وزارت مرستيالي مژګان مصطفوي وويل، امنيتي ننګونې، سنتي دودونه او رواجونه په ټاکنو کې د ګډون لپاره د ښځو پر وړاندې له شته ستونزو څخه دي او همدې ته په پام سره په ځينو ځايونو کې نارينه ښځو ته اجازه نه ورکوي، چې په سياسي، ټولنيزو او... چارو کې ونډه واخلي.
د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو مرستيال محمد شفيق صميم وويل، دا د عالمانو دنده ده، چې خلک د جوماتونو او منبرونو له لارې د ټاکنو له پروسې څخه خبر کړي، ځکه چې دا يوه ملي او اسلامي پروسه ده او رايه يوه امانت ده.
هغه زياته کړه د جوماتونو له ټولو ملا امامانو او علماوو څخه مو غوښتنه داده، څو خلکو ته پوهاوى ورکړي، چې خپلې رايې اهل ته وسپاري او علما بايد په دې پروسه کې فعاله ونډه ولري.


د مطلب کود: 93053

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/93053/د-افغانستان-ټاکنو-خپلواک-کمېسيون-په-دويم-پړاو-کې-عالمانو-ښځو-او-ځوانانو-پر-رول-ټينګار-کوي

آوا
  https://www.avapress.com