کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

محسني: ډير ژر به د ولایتي شورا د شکایتونو د څیړنې علني غونډې جوړې شي

د صدای افغان خبری آژانس ( آوا) , 4 جوزا 1393 ساعت 16:10


د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وایې، ډير ژر به د ولایتي شوراګانو د شکایتونو د څیړنې علني غونډې جوړې کړي.
د دې کمیسیون ویاند نادر محسني ازادۍ راډيو ته وویل، چې په دغه غونډو کې به۲۵۰۰ شکایتونه وڅیړل شي:
″دغه شکایتونه له بېلابېلو ولسوالیو څخه د تقلب په اړه را رسیدلي دي. ″
د ښاغلي محسني په وینا دغه شکایتونه به په دریو مرحلو کې وڅيړل شي چې د ولایتي شوراګانو پر وروستیو نتایجو به اغیز ولري.


د مطلب کود: 92182

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/92182/محسني-ډير-ژر-د-ولایتي-شورا-شکایتونو-څیړنې-علني-غونډې-جوړې-شي

آوا
  https://www.avapress.com