کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پکتيکا: په پوځي عملياتو کې تر درېرشو زيات وسله وال وژل شوي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 28 ثور 1393 ساعت 13:42


په پکتيکا کې په څلور ورځنيو پوځي عملياتو کې د دولت څه باندې ٣٠ تنه وسله وال مخالفان وژل شوي دي.
د پکتيکا د مطبوعاتي دفتر د پرونۍ اعلاميې پر اساس د ملي اردو له خوا د (نژاد- يو) په نامه په دغو عملياتو کې چې په شکين، برمل، سرروضې، خيرکوټ او خوشامند ولسواليو کې ترسره شول؛ په پايله کې يې ٣١ تنه وسله وال کسان وژل شوي، ١٤ تنه ټپيان دي او شپږتنه يې ژوندي نيول شوي دي.
په اعلاميه کې راغلي چې، د دغو عملياتو په بهير کې يوه اندازه وسلې؛ مهمات او ماينونه د ملي اردو لاس ته ورغلي دي.
ويل شوي چې، دغه څلور ورځني عمليات پرون پايته ورسېدل او ملکيانو ته په کې زيان نه دى رسېدلى.


د مطلب کود: 91727

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/91727/پکتيکا-په-پوځي-عملياتو-کې-تر-درېرشو-زيات-وسله-وال-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com