کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهور رئيس کرزی د سیکا په سرمشریزه غونډه کې د ګډون لپاره چین ته روان شو

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 28 ثور 1393 ساعت 9:00


د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس حامد کرزی د آسیايي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او اعتماد د پیدا کولو یا "سیکا" په سرمشریزه غونډه کې د ګډون لپاره نن سهار د چین شانګهای ښار ته روان شو.
د هېواد جمهور رئيس به د دغه څلور ورځيني رسمي سفر په لړ کې د چین له جمهور رئيس او د هغه هېواد له نورو چارواکو سره وګوري او له هغوی سره به په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو د ټينګښت او پراختیا او سیمه ییزو مسایلو په اړه بحث وکړي.
له جمهور رئيس حامد کرزي سره به په دغه سفر کې د بهرنيو چارو وزير ضرار احمد عثماني، د جمهوري ریاست د عالي مقام د دفتر رئيس عبدالکریم خرم او د جمهور رئيس ویاند اېمل فیضي ملګرتیا کوي.


د مطلب کود: 91707

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/91707/جمهور-رئيس-کرزی-د-سیکا-په-سرمشریزه-غونډه-کې-ګډون-لپاره-چین-ته-روان-شو

آوا
  https://www.avapress.com