کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ۲۰۱۳ کال کې د جګړو پر مهال د ماشومانو تلفات ۱۵ سلنه زیاته شوي وو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 22 ثور 1393 ساعت 19:17


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي؛ په تېر کال کې د وړم هغه په نسبت په جګړو کې د ماشومانو تلفات نږدې پنځلس فیصده زیات شوي دي.
 د دې کمیسیون مشرې سیما ثمر نن په یوه غونډه کې چې د یوې رسالې د خپریدو په هدف چې د یوناما په همکارۍ برابره شوې دا خبرې وکړې.
 د دې رسالې د خپریدو هدف په جګړو کې د افغان ماشومانو خوندیتوب ښودل شوی.
 د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازي یان کوبیش هم د دې رسالې د خپرېدو پر مهال په افغانستان کې د جګړو له ښکیلو خواوو وغوښتل چې؛ د ملکیانو حقونو په ځانګړې توګه ماشومانو ته درناوی او پاملرنه وکړي.


د مطلب کود: 91416

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/91416/په-۲۰۱۳-کال-کې-د-جګړو-پر-مهال-ماشومانو-تلفات-۱۵-سلنه-زیاته-شوي-وو

آوا
  https://www.avapress.com