کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مستغني: ډېر ژر به د چابهار بندر په اړه یو درې اړخیز موافقه لاسلیک شي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 11 حمل 1393 ساعت 15:26


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي؛ د افغانستان، ایران او هند ترمنځ به ډیر ژر د چابهار له بندر څخه د ګټې اخیستو په اړه یوه درې اړخیزه موافقه لاسلیک شي.
د بهرنیو چارو د وزارت ویاند شکیب مستغنی وايي چې؛ په دې موافقې سره به افغانستان د ایران د چابهار بندر له لارې د هند ممبۍ ته ټرانزیټي لاره پیدا کړي:
"د درې اړخیزې توافقنامې مسوده د افغان حکومت له لوري وروستۍ شوې په نږدې راتلونکي کې به د چابهار بندر له لارې د هند له مومبۍ سره د افغانستان د نښلېدو په هدف امضاء شي."
یو شمیر سوداګر وايي، د ایران په چابهار بندر کې افغان سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې شي؛ نو د ټرانزیټ په برخه کې به پر پاکستان به د افغانستان اتکا راکمه شي.


د مطلب کود: 88693

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/88693/مستغني-ډېر-ژر-د-چابهار-بندر-په-اړه-یو-درې-اړخیز-موافقه-لاسلیک-شي

آوا
  https://www.avapress.net