د کندهارپه هوايي ډګر کې درې تنه د نشه يي موادو د قاچاق په تور ونيول شول.
د دې ولايت مطبوعاتي دفتر پرون په يوه اعلاميه کې وويل چې دغو کسانو غوښتل دوولس نيم سوه کيلوګرامه هيروئين هند ته قاچاق کړي.
ويل کېږي له دغو کسانو تحقيقات روان دي.
د دغو کسانو د هويت په اړه څه نه دي ويل شوي.