کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مسکو: د لويديځ بنديزونه به ناوړه پايلې ولري

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 28 حوت 1392 ساعت 17:26


روسیې د امریکا متحد ایالتونو ته ویلي چې د لویدیځ له خوا پر کریمیا ټاپووزمه د بندیزونو لګول د منلو وړ نه دي.
مسکو ګواښ کړی که بندیزونه ولګول شي نو نا وړه پایلې به له ځان سره ولري.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له خپل امریکايي سیال جان کیري سره په ټلفون خبرو کې دا ګواښ څو ساعته وروسته له هغه وګړ چې د کریمیا او روسیې مشرانو د روسيې فدراسيون سره د تورې بحیرې د دې ټاپووزمې د یو ځای کیدو تړون لاسلیک کړ.
تېره اوونۍ امریکايي او د اروپايي ټولنې چارواکو ویلي وو چې د روسیې او اوکراین د یو شمیر چارواکو شتمنۍ به کنګل کړي او هغوی ته په ویزې ورکولو به بندیزونه ولګولي.
دوی ويلي وو چې د دغو چارواکو پر ضد به له دې سخت ګامونه هم پورته شي.
په کریمیا کې کشمکش وورسته له هغه پراخ شو چې یو اوکراینی افسر په ډزو وویشتل شو او ووژل شو.
د اوکراين پوځ ویلي پیښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې یو شمیر وسله والو چې د روسي ځواکونو یونیفورم یې پر تن وو پر یوې کیف پلوې پوځې اډې ډزې وکړې.
یوه عیني شاهد بي بي سي ته وویل په وسلو سمبالو کسانو په دوو موټرو کې چې نښانونه يې نه لرل د اوکراین د سیمفروپول ښار چې د کريميا مرکز دی بريد وکړ او په دوامداره توګه یې ډزې کولې.
د اوکراین دولت وویل چې یو ټیټ رتبه سرتیر د اډې د ننه په یوه پارک کې وژل شوی او بل سرتیری زخمي شوی دی.
د عیني شاهدانو په وینا یو بل عسکر د وسپنېزې میلې د حملې له امله د سر او پښو په ناحیه کې ټپي شوی دی.


د مطلب کود: 88101

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/88101/مسکو-د-لويديځ-بنديزونه-ناوړه-پايلې-ولري

آوا
  https://www.avapress.com