کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر کرزی: په هېواد کې له ښځو سره تشدد باید په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 17 حوت 1392 ساعت 18:46


د افغانستان جمهور رییس حامد کرزی وايي چې؛ په هېواد کې باید له ښځو سره تاوتریخوالی په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي.
ښاغلي کرزي نن په کابل کې د ښځو د نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې دا څرګندونې وکړې.
کرزي له دیني عالمانو او قومي مشرانو وغوښتل چې؛ له ښځو سره د تاوتریخوالي او ناسم چلند د پاي ته رسولو لپاره خلک وهڅوي.
«لومړی پر علماوو بیا پر قومي مشرانو دا غږ کوم چې؛ په جوماتونو او غونډو کې ښځو ته د درناوي او عزت لپاره خلک جدا وهڅوي."
اخواپه دې غونډه کې د ښځو چارو وزیرې حسن بانو غضنفر هیله وښوده چې؛ راتلونکی حکومت هم د ښځو د حقونو د تامین لپاره هڅې وکړي.


د مطلب کود: 87272

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/87272/ولسمشر-کرزی-په-هېواد-کې-له-ښځو-سره-تشدد-باید-بشپړه-توګه-منځه-ولاړ-شي

آوا
  https://www.avapress.com