کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

محسني: د ولایتي شوراګانو د ۴۰۰ هغو کاندیدانو د تحصیلي اسنادو څیړل پیل شوي چې شک پرې کیږي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 14 حوت 1392 ساعت 18:28


د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د ولایتي شوراګانو د څلور سوو هغو کاندیدانو د تحصیلي اسنادو څیړل پیل کړل چې شک کیږي جعلي دي.
د دې کمیسیون ویاند نادرمحسني نن په یوه خبري غونډه کې وویل، چې دغه لست دوی ته د پوهنې وزارت ورکړی دی.
نادر محسني وایي، چې د پوهنې وزارت په دې لیږل شوي لست که د ولایتي شوراګانو نهه سوه کاندیدان شامل دي.
د ولایتي شوراګانو د کاندیدانو انتخاباتي کمپاینونه تیره ورځ په رسمي توګه پیل شول.


د مطلب کود: 87071

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/87071/محسني-د-ولایتي-شوراګانو-۴۰۰-هغو-کاندیدانو-تحصیلي-اسنادو-څیړل-پیل-شوي-چې-شک-پرې-کیږي

آوا
  https://www.avapress.com