کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د عامې روغتیا وزارت: د تیرو کلونو په پرتله اوس د زیږون پرمهال د میندو د مړینې اندازه کمه شوې

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 14 حوت 1392 ساعت 19:09


د عامې روغتیا وزارت مسوولین وایي، چې د تیرو کلونو په پرتله اوس د زیږون پرمهال د میندو د مړینې اندازه کمه شوې ده.
د دې وزارت د روغتیایي خدماتو مرستیالې ناجیې طارق نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د دې وزارت لخوا د یوې سروې له مخې په هرو دوو ساعتونو کې یوه ښځه په افغانستان کې د زیږون پر مهال مري.
خو هغه وایي چې په دوه زره لسم میلادي کال کې دا شمیره ډیره لوړه وه.
ناجیه طارق وایي په ۲۰۱۰ م کال کې په هرو پنځوس دقیقو کې به یوه ښځه د زیږون پر مهال مړې کیدله.


د مطلب کود: 87068

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/87068/د-عامې-روغتیا-وزارت-تیرو-کلونو-په-پرتله-اوس-زیږون-پرمهال-میندو-مړینې-اندازه-کمه-شوې

آوا
  https://www.avapress.com