دخپریدو نیټه :يکشنبه ۴ حوت ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۲۳
د مطلب کود : 86215
د سولې شورا او طالبانو د دایمي حل لارې لپاره پر هلوځلو موافقه وکړه
تاند- د طالبانو اسلامي تحریک او د افغانستان د سولې عالي شورا په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه چې په ګډه به په هیواد کې د تلپاتنې سولې او د اسلامي – ملي نظام د ټینګښت لپاره کار کوي.
د مولوي اغا جان معتصم په مشرۍ د طالبانو اسلامي تحریک پلاوي نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دوبۍ کې یې د افغانستان د سولې د عالي شورا له پلاوي سره په خبرو کې موافقه وکړه چې په ګډه به هڅه کوي چې د افغانستان د ستونزې ټول اړخونه په دقیق ډول وڅېړي او د ثبات راوستلو لپاره د عارضي او لنډ مهال حل پرځای دایمي او تلپاتې حل ولټوي.
دوی دغه راز ژمنه کړې چې ټولې ښکېلې خواوې به هڅوي چې د قرآني ارشاداتو په رڼا کې د سولې او ثبات لپاره خپل مسوولیت درک او د سولې لپاره ګړندي ګامونه پورته کړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د طالبانو اسلامي تحریک استازو له بګرامه د طالب بندیانو د خلاصون لپاره د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي قدرونه وکړه.

د طالبانو د تحریک پلاوي د سولې له عالي شورا وغوښتل چې د افغانستان له حکومته وغواړي چې په یوه او بل نوم په محبسونو، توقیف ځایونو او پوځي – استخباراتي کمپونو کې ساتل شوي افغانان خوشي کړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دواړو خواوو موافقه وکړه چې د ملګروملتو له امنیت شورا او ټولو نړیوالو موسسو څخه به وغواړي چې د طالبانو د اسلامي تحریک د مشرانو او غړیو نومونه له تورو لیستونو وباسي او د سفر په شمول د دوی پرضد ټول لګولي بندیزونه پای ته ورسوي.

دوی دغه راز سلا کړې چې د طالبانو د اسلامي تحریک به له خپلو هغو علماوو، پوهانو او ملي مشرانو څخه یو پلاوی وټاکي چې هم د قضیې له حل سره لېواله وي او هم په تورو لیستونو کې نه وي.

دا پلاوی به په هیواد کې دننه او بهر د افغانستان د مسلې د حل لپاره په ټولو غونډ، کنفرانسونو او مذاکراتو کې برخه اخلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcji8eo.uqemvz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته