کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان وايي، سرحدي ځواکونه یې په افغانستان کې وژل شوي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 29 دلو 1392 ساعت 19:13


تاند- د پاکستان دفاع وزارت ادعا کوي چې د پاکستان ۲۳ سرحدي ځواکونه په پاکستان کې نه بلکې په افغانستان کې وژل شوي دي.
پرون طالبانو اعلان وکړ چې د پاکستان د امنیتي ځواکونو له لوري د شکنجو او وژنو په غچ کې یې د پاکستان ۲۳ سرحدي ځواکونه، چې په ۲۰۱۰ کې یې نیولي ول، په مومند ایجنسۍ کې وژلي دي.
د پاکستان د دفاع مرستیال وزیر اصف یاسین نن رسنیو ته وویل، د طالبانو دا ادعا نه منم چې وايي د پاکستان سرحدي ځواکونه یې په مومند ایجنسۍ کې وژلي دي.
ده ادعا وکړه چې دا کسان په مومند ایجنسۍ کې نه بلکې په افغانستان کې وژل شوي دي.
له یاسین څخه وپوښتل شول نو ایا اوس د پاکستان پوځ تیار دی چې په شمالي وزیرستان کې عملیات وکړي؟ ده وویل:«پوځ هر وخت تیار وي او د اړتیا په وخت به عمل وکړي.»


د مطلب کود: 85831

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/85831/پاکستان-وايي-سرحدي-ځواکونه-یې-په-افغانستان-کې-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com