کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په اذربایجان کې مطلوب ترهګر په افغانستان کې وژل شوی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 21 دلو 1392 ساعت 18:49


تاند- هغه کس چې په اذربایجان جمهوریت کې په نړیواله کچه مطلوب اعلان شوی و، په افغانستان کې وژل شوی دی.
د اذربایجان د خبري اژانس د راپور له مخې ۳۶ کلن شکي، چې د اذربایجان جمهوریت امنیتي ځواکونو یې نوم نړیوالو پولیسو ته د ترهګر په توګه ورکړی و، ویل کېږي چې په افغانستان کې وژل شوی دی.
د اې پي اې خبري اژانس د راپور له مخې شکي، چې د اذربایجان اذر یوسوبوف د سیمې اوسېدونکی و، په افغانستان کې د دولت له نورو وسله والو مخالفانو سره اوږده په اوږه جنګېده.
د انټرپول یا د نړیوالو پولیسو په ویبپاڼه کې له خپرې شوې خبرتیا سره سم د یوسوبوف (یوسف اوف) د سیمې اوسېدونکی شکي په اذري، روسي او پښتو ژبو پوهېږي، د وسلو په پلورلو او له اذربایجانه بهر د وسله والو ډلو په لرلو تورن دی.
د انترپول په ویبپاڼه کې د نوموړي په اړه همداراز راغلي چې عیرقانوني وسله والو ډلو ته د وسلو د برابرولو ترڅنګ له هغوی سره په جګړه کې برخه اخلي.
د اذربایجان خبري اژانس د یوه بل مطلوب اذري تبعه په اړه هم خبر ورکړی چې څو ورځې مخکې په سوریه کې وژل شوی دی.


د مطلب کود: 85187

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/85187/په-اذربایجان-کې-مطلوب-ترهګر-افغانستان-وژل-شوی

آوا
  https://www.avapress.net