دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ جدی ۱۳۹۲ ساعت ۱۹:۳۰
د مطلب کود : 83245
د افغانستان بانک د سیګار دا وروستی راپور رد کړ
د افغانستان بانک د سیګار یا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش راپور چې وایي، په دې هېواد کې بانکي سیسټم د یوه بل بحران له خطر سره مخامخ دی رد کړ.
د دې بانک مسوولان وایي چې؛ سیګارد خپل راپور په برابرولو کې له دوي سره هیڅ ډول هماهنګي نه ده کړې.
که څه هم د افغانستان بانک د دې هېواد د بانک دارۍ په سیسټم کې یو لړ ستونزې او نیمګړتیاوې مني خو وایي، داسې شواهد نشته چې د سیګار له راپور سره سم په دې هېواد کې د بانک دارۍ سیسټم بحراني وښیي.
د افغانستان بانک رییس نورالله دلاوري د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې؛ د کابل بانک له سقوط نه وروسته په افغانستان کې د بانکدارۍ په سیسټم کې د پام وړ بدلونونه راغلي او له دې درکه هیڅ ډول اندیښنه نشته.
ښاغلي دلاروي څرګنده کړه چې؛ د افغانستان د بانکدارۍ د سیسټم په اړه د سیګاریا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش د تازه راپور په جوړولو کې له دوي سره سلا مشوره نه ده شوې:
"زه دا راپور ردوم، سیګار دا راپور له موږ سره قطعآ نه دی هماهنګه کړی.
د افغانستان بانک د بانکونو په اړه د معلوماتو د را ټولولو او له هغوي نه د څارنې مسوول دی.
که چېرې سیګار کومه اندیښنه درلوده نو باید له موږ سره یې خبرې کړې وې، موږ په تیره اونۍ کې د بانکونو په اړه عمومي راپور خپور او ان ملي شورا ته مو هم واستاوه، دوي ته به مو هم په دې اړه معلومات ورکول".
سیګار یا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمتفش په تازه راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ خپور شو راغلي چې د دې هېواد بانکي سیسټم لا هم ثبات نه لري او د یوه بل بحران له خطر سره مخامخ دی.
سیګار همدا راز ویلي چې؛ د افغانستان د بانکدارۍ په سیسټم کې د حسابدارۍ، د کار کوونکو د ظرفیت، اداري مسایلو، څارنه، د پورونو د تحلیل او تجزیې او قانوني اړخه تشې او نیمګړتیاوې موجودې دي.
د سیګار په راپور کې راغلي که چیرې دې ستونزو ته لازمه رسیدګي ونشي نو په افغانستان کې به بل بانکي بحران هم رامنځ ته شي.
د افغانستان د بانکي سیسټم په اړه د سیګار راپور په داسې حال کې خپریږي چې؛ په دې هېواد کې د کابل بانک په نوم خصوصي بانک په ۲۰۱۰ میلادي کال کې سقوط وکړ او پر بانکونو کې یې د خلکو باور راکم کړ.
په همدې حال کې د کابل پوهنتون د اقتصاد استاد سیف الدین سیحون وایي چې سر له اوسه د افغانستان په بانکي سیسټم کې د بحران نښې نښانې لیدل کیږي:
"بانکي سیسټم په افغانستان کې له پخوا نه په ښه حالت کې نه دی ځکه چې دلته په تولیدي برخو کې ډیره پانګه نه ده اچول شوې.
دلته دا هڅه کیږي چې پانګې بهرنیو هېوادونوته ولیږدول شي، نو په افغانستان کې بانکي سیسټم له پخوا نه په یوه بحراني حالت کې دی".
په افغانستان کې له پښتني، د افغانستان بانک او د افغان ملي بانک نه سربیره دا مهال شپاړس خصوصي بانکونه فعالیت لري چې څلور یې د بهرنیو پانګه والو دي.
د افغانستان بانک مسوولان مني چې دا مهال د افغانستان د خصوصي بانکونو اتیا فیصده تخنیکي کارکوونکي بهرنیان په تیره پاکستانیان او هندیان دي.
خو دوي وایي، چې دا مهال لسګونه تنه د بانکدارۍ په برخه کې د لوړو او مسلکي زده کړو په هدف امریکا، هند او ترکیې ته استول شوي دي.
د اقتصادي چارو څیړونکی ښاغلی سیحون وایي، که په افغانستان کې په بانکي سیسټم کې ښه او ګټور مدیریت او پیاوړې څار نه رامنځ ته نشي نو ښایي چې د کابل بانک د سقوط تجربه یو ځل بیا په دې هېواد کې تکرار شي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcji8eo.uqetxz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته