د سوداګریزو تړونونو د قانون طرحه نن د ولسي جرګې له خوا تصویب شوه.
دا قانون به د سوداګریزو قراردادونو د دواړو خواوو ترمنځ په سوداګریزو معاملو کې اسانتیاوې راولي او اعتبار به یې ډیر وي.
د سوداګریزو تړونونو قانون په اتلسو فصلونو او یو سل او درې څلویښت مادو کې له یو لړ تعدیلاتو سره تصویب شوی.