کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

"پاکستان ته د سعودي د بهرنیو چارو د وزیر سفر د افغان سولې لپاره ګټور دی"

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 15 جدی 1392 ساعت 18:19


د سولې د عالي شورا چارواکي پاکستان ته د سعودي عربستان د بهرنیو چارو د وزیر "سعود الفیصل سفر په افغانستان کې د سولې د راوستو په برخه کې ګټور بولي.
د دې شورا غړي او د نړېوالو اړیکو مشاور "اسماعیل قاسمیار" نن له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې هیله وښوده چې دغه سفر به مهمې لاسته راوړنې ولري.
تمه ده چې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر سبا د (دوشنبې) په ورځ پاکستان ته سفر وکړي.
نوموړي به د نورو مسایلو ترڅنګ په افغانستان کې د سولې له پروسې سره د همکاریو په اړه هم خبرې وکړي.
افغان حکومت تل له سعودي عربستان څخه غوښتي چې؛ د افغانستان د سولې له پروسې سره مرسته وکړي.


د مطلب کود: 82889

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/82889/پاکستان-ته-د-سعودي-بهرنیو-چارو-وزیر-سفر-افغان-سولې-لپاره-ګټور-دی

آوا
  https://www.avapress.com