کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عزیز: پاکستان پر افغان طالبانو کنټرول نه لري، خو غير رسمي اړيکې ورسره لري

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 7 جدی 1392 ساعت 11:14


په ملي امنيت او بهرنيو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار وايي؛ له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې د افغان دولت خپل مسووليت دى او پاکستان به يې يوازې مرسته کوي.
"سرتاج عزيز" له ازادۍ راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وويل؛ پاکستان پر افغان طالبانو کنټرول نه لري، خو غير رسمي اړيکې ورسره لري.
ده وويل، له افغان طالبانو سره د سولې خبرې پرمخ بېول د افغان دولت خپل مسووليت دى:
افغان دولت له څو کلونو راهيسې هڅه کوي، د سولې عالي شورا په مرسته له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې وکړي.
وسله والو طالبانو له افغان دولت سره له مستقيمو خبرو ډډه کړې ده.


د مطلب کود: 82320

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/82320/عزیز-پاکستان-پر-افغان-طالبانو-کنټرول-نه-لري-خو-غير-رسمي-اړيکې-ورسره

آوا
  https://www.avapress.com