دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ قوس ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۰۷
د مطلب کود : 81542
د سولې شورا د سرتاج عزیز وروستۍ څرګندونې رد کړې
 د افغانستان د سولې عالي شورا د افغانستان د سولې د پروسې په اړه د یوه پاکستاني چارواکي وروستۍ څرګندونې رد کړې.
د ملي امنیت په چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز ویلي، دوي طالبان هڅولي چې له افغان دولت سره خبرې پيل کړي، خو طالبانو منفي ځواب ورکړی دی.
د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، داسې هم نه ده چې وسلوال طالبان په مطلق ډول نه غواړي له افغان حکومت سره د سولې خبرې پیل کړي.
د سولې د عالي شورا ویاند شهزاده شاهد دا خبره د پاکستان د ملي امنیت په چاروکې د صدراعظم د سلاکار سرتاج عزیز د هغو څرګندونو په ځواب کې کړې چې؛ وایې د پاکستان له هڅو سره سره وسلوال طالبان د سولې خبرو ته حاضر نه دي.
ښاغلي شاهد وویل، داسې نه ده چې طالبان دې له افغان دولت سره خبرې کول نه غواړي.
هغه وویل، ډیرداسې طالبان شته چې همدا اوس له افغان دولت سره تماسونه لري.
ښاغلی شاهد یوځلي بیا ټینګار وکړ چې؛ د افغان سولې د هڅو د بریالیتوب لپاره د پاکستان صادقانه همکاري ضروري ده.
سرتاج عزیز د پاکستان ایکسپرس تریبیون ورځپاڼي ته په مرکه کې ویلي وو چې؛ دوي پرطالبانو کنترول نه لري او افغان حکومت اوس کولای شي په افغانستان او قطرکې له طالب مشرانو سره غیر رسمي تماسونه ونیسي.
نوموړي په داسې حال کې دا خبرې کوي چې؛ شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې هم د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشا ریس معصوم ستانکزي ازادۍ راډیو ته په خبرو کې د پاکستان د همکارۍ په اړه خوشبیني ښودلې وه.
هغه ویلي وو، اوس په پاکستان کې د افغانستان د سولې له پروسې سره د همکارۍ سیاسي اراده د جوړیدو په حال کې ده.
تر دې وړاندې په خپله سرتاج عزیز او نورو پاکستاني چارواکو په وار وار ویلي وو چې پاکستان د افغانستان په سولي کې مهم رول لوبولی شي.
خو دا چې ولې د پاکستان دریځ چورلټ بدل شو، د سیاسي چارو یو افغان کارپوه محمد یونس فکور وايي، پاکستان هند ته د ولسمشرکرزي سفر او د پوځي مرستې غوښتنې په غوصه کړی دی.
افغان ولسمشر حامد کرزي تیره پنجشنبې هند ته سفر وکړ او هلته یې له هندي چارواکو سره د افغانستان د سولې او د افغان ځواکونو د پوځي تجهیز په اړه خبرې وکړې.
هند منلې چې؛ د افغان ځواکونو په تجهیز کې به مرسته کوي.
د نړۍ په سطح باور دا دی چې له وسلوالو مخالفینو سره د افغان دولت د سولي په خبرو کې پاکستان مستقیم او مهم رول لري.
سرچینه: ازادی رادیو
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchimn6.23nzkdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته