کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کورنیو چارو وزارت د افغان پولیسو د روزنې په اړه د روسیې طرحه څېړي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 16 قوس 1392 ساعت 19:05


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د روسیې پر هغه طرحه څېړنې کوي، چې غواړي افغان پولیس په خپله خاوره کې وروزي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان په وروستۍ غونډه کې ویلي؛ له افغانستانه دباندې ګواښونو ته په پام سره دوی چمتو دي؛ چې افغان پولیس په خپله خاوره کې وروزي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دا هم ویلي؛ چې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان کوښښ کوي؛ چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شي.
د پوځي چارو څېړونکي وايي، له افغان ځواکونو سره د ټولو هیوادونو مرستې تر هغه وخته مهمې دي؛ چې کوم شرایط یې پر افغان دولت نه وي ایښی.


د مطلب کود: 80729

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/80729/د-کورنیو-چارو-وزارت-افغان-پولیسو-روزنې-په-اړه-روسیې-طرحه-څېړي

آوا
  https://www.avapress.com