دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ عقرب ۱۳۹۲ ساعت ۱۲:۰۸
د مطلب کود : 79087
افغانستان د ایران له چابهار بندره د استفادې لپاره د موافقې لاسلیکولو ته چمتو دی

دهندوستان د یانس خبرې آژانس د راپور له مخې په نوي ډیلي کښې د افغانستان سفیر شیدا ام عبدلی چې د هندوستان په پریس کلب کښې یې له خبریالانو سره خبري کولي وویل، افغانستان د ایران د چابهار بندر په باب له هندوستان او ایران سره د دري اړخیزه ترانزیټ په باب د موافقې لاسلیکولو ته زیاته ګروهنه لري ،څو د افغان سوداګرو لپاره نوي لاره پرانیزي.
هغه وویل افغانستان آزادو اوبو ته لاره نلري او تراوسه د افغان سوداګرو ۱۵ کانتینره وچه میوه د چابهار بندر له لارې بهر ته استول شوي ،چې د ظرفیت د لوړولو لپاره یې د دغه بندر دظرفیت لوړولو او ریل لاري جوړولو لپاره هڅې کیږي. 

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdciyuay.t1a3v26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته