کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ننګرهار اعتراض کوونکي: ځني حکومتي چارواکي له سړي تښتوونکو څخه ملاتړ کوي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 21 عقرب 1392 ساعت 19:31


په ننګرهار کې لسګونو اعتراض کوونکو ادعا وکړه چې؛ د حکومت ځني جګپوړي چارواکي له سړي تښتوونکو ګروپونو څخه ملاتړ کوي.
اعتراض کوونکو په جلال اباد ښار کې نن غونډه وکړه.
په دوی کې اکثره د هغو دوو ځوانانو خپلوان او خواخوږي وه، چې څو ورځې مخکې د سړي تښتوونکو یوې ډلې تر تښتولو وروسته ووژل.
حکومت د تښتوونکو دغه ډله نیولې؛ خو اعتراض کوونکو ادعا کوله، چې په کابل کې لوړپوړي چارواکي د دغو کسانو د ژغورولو کوښښ کوي.
د ننګرهار سرپرست والي محمد حنیف ګردیوال هم ویلي؛ چې په دې ولایت کې د سړي تښتوني پیښي ډیرې شوي دي.


د مطلب کود: 78749

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/78749/د-ننګرهار-اعتراض-کوونکي-ځني-حکومتي-چارواکي-له-سړي-تښتوونکو-څخه-ملاتړ-کوي

آوا
  https://www.avapress.com