کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د استاد حکيم تڼيوال طبي انستيتيوت څخه ٧١ تنه فارغ شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 11 عقرب 1392 ساعت 18:13


په خوست ولايت کې د استادحکيم تڼيوال طبي انستيتيوت دنرسنګ قابله ګۍ ،ستوماتولوژي ،لابراتوار او فارمسۍ له څانګې څخه تر دوه کالونو زده کړو وروسته ٧١تنه فارغ اوټولنې ته دخدمت لپاره وړاندې شوله.
د افغان غږ آژانس د رپوت له مخي، ډاکټر حميدالله حامد وويل، چې دا دريمه دوره فارغين دي چې ١١تنه يې انجونې او نور يې هلکان دي چې داستاد حکيم تڼيوال طبي انستيتيوت څخه فارغ اوټولنې ته دخدمت په موخه وړاندې کيږي .
نوموړي وويل: چې دځوانانو دروزنې په موخه يې فعاليت پيل کړى او په ايماندارۍ سره دې ته ژمن دي چې خپلو خلکو ته خدمت وکړي.
دولايت مقام په استازيتوب بريالي روان دخوست ولسونو او دفارغو کسانو کورنيو ته داستاد حکيم تڼيوال طبي انستيتيوت څخه دفارغو شويو کسانو دفراغت مبارکي وړاندې کړه، او ددوى فراغت يې دافغان ملت ،خوست مېشتو ولسونو او محلي حکومت لپاره يوه ستره لاسته راوړنه او وياړ وبللو.
د هغه په وینا، محلي حکومت په بشپړ مسووليت او درک سره په دې باندې کار کوي چې دخوست په مرکز او ولسواليو کې دپوهنيزو او ښوونيزو معياري مرکزونو دفعاليت لپاره لا غوره زمينه مساعده کړي.
بريالي روان له فارغو کسانو وغوښتل چې دطب مقدسترين مسلک ته په درناوي او په بشپړه ايماندارۍ ،صداقت او رېښتولى سره دخپلو ځوريدلو خلکو لپاره دخدمت جوګه شي اودټولنې دهر ناروغ کس تداوي دخپل ځان او دکورنۍ دغړو دتداوى په شان وګڼي.
هغه د دلوړو زده کړو له خصوصي موسساتو يې غوښتنه وکړي چې په خپلو منځو کې سالمي سيالي وکړي دنظام تګ لارو ،منل شويو نړيوالو معيارونو او څرنګوالي ته ځانګړي پاملرنه وکړي.


د مطلب کود: 77915

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/77915/د-استاد-حکيم-تڼيوال-طبي-انستيتيوت-څخه-٧١-تنه-فارغ-شول

آوا
  https://www.avapress.com