کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا له پاکستاني طالبانو سره د افغانستان د ملاتړ پلان افشا کړ

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 8 عقرب 1392 ساعت 19:10


تاند- امریکايي رسنۍ وايي چې د افغانستان د ملي امنیت ریاست په پټه له پاکستاني طالبانو سره تماس نیولی او هڅه یې کړې چې په روانه سیمه ییزه لوبه کې د خپل موقف د ښه کولو لپاره له هغوی سره مرسته وکړي.
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې د افغانستان ملي امنیت د دې لپاره چې په سیمه کې د قدرت په روانه لوبه کې خپل ځای او موقف ښه کړي له پاکستاني طالبانو سره تماس نیولی خو امریکايي پوځیانو له دې ډلې سره، چې له القاعده سره اړیکې لري، د دوی پلان افشا کړی دی.
د امریکا خاصو ځواکونو روانه میاشت په لوګر کې د افغان ځواکونو پر یوه کاروان برید وکړ او د پاکستاني طالبانو یو مهم قومندان یې، چې له کابل سره د خبرو لپاره افغانستان ته راغلی و، په زوره ونیوه او تراوسه یې له ځان سره ساتلی دی.
مخکې ویل شوي و چې د پاکستاني طالبانو قومندان لطیف مسود افغان امنیتي ځواکونو نیولی دی. خو اوس راپورونه وايي چې نوموړی د افغانستان له ملي امنیت سره د خبرو لپاره کابل ته روان و.
نیویارک ټایمز وايی، که څه هم د افغانستان چارواکي په ظاهره وايي چې لطیف مسود یې نیولی و خو اوس دوی وايي چې نوموړی یې د پاکستان له پوځه د غچ اخیستلو لپاره دعوت کړی و.
ورځپاڼې د یو افغان چارواکي، چې نوم یې نه دی ذکر کړی، له قوله ویلي: له پاکستاني طالبانو سره مرسته زموږ په شرایطو د سولې د رامنځته تګ لپاره فرصت برابروي خو د امریکایانو په نظر جګړه لا پېچلې کوي او تلفات زیاتوي.
نیویارک ټایمز وايي، واشنګټن په دې کې ناکامه شوی چې پاکستان په خپل ګاونډي افغانستان کې د یاغیانو له ملاتړه لاس اخیستلو ته قانع کړي خو داسي ښکاري چې د طالبانو له ملاتړه د پاکستان نه لاس اخیستلو افغانستان دې ته هڅولی چې له پاکستان سره ورته لوبه وکړي.
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې له مخې افغان چارواکي وايي، اوس دوی غواړي چې پاکستان په دې پوی کړي چې دوی هم د پاکستان په شان ناولې لوبه کولی شي.


د مطلب کود: 77784

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/77784/امریکا-له-پاکستاني-طالبانو-سره-د-افغانستان-ملاتړ-پلان-افشا-کړ

آوا
  https://www.avapress.com