کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سولې عالي شورا د څلورمې درې اړخیزې غونډې د نتایجو او پریکړو هرکلی وکړ

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 8 عقرب 1392 ساعت 18:45


د سولې عالي شورا د افغانستان، پاکستان او بریتانیې د څلورمې درې اړخیزې غونډې د نتایجو او پریکړو هرکلی وکړ.
د دې شورا ویاند مولوي شهزاده شاهد نن آزادي راډيو ته وویل چې په نږدې راتلوکې کې به د دې شورا یو پلاوی پاکستان ته د طالبانو له دوهم درجه مشر ملا عبدالغني برادر سره د لیدو په هدف سفر وکړي.
هغه وویل چې؛ د سولې عالي شورا د دې سفر لپاره پوره تیاری لري.
مولوي شاهد وایي چې؛ دوی له پاکستان نه د سولې په بهیر کې د صادقانه همکارۍ غوښتنه کوي.
پاکستان ته د سولې عالي شورا د پلاوي د تګ په هکله پریکړه تیره ورځ د افغانستان، پاکستان او بریتانیې په درې اړخیزه غونډه کې وشوه.


د مطلب کود: 77776

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/77776/د-سولې-عالي-شورا-څلورمې-درې-اړخیزې-غونډې-نتایجو-او-پریکړو-هرکلی-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com