دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ عقرب ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۴۵
د مطلب کود : 77776
د سولې عالي شورا د څلورمې درې اړخیزې غونډې د نتایجو او پریکړو هرکلی وکړ

د سولې عالي شورا د افغانستان، پاکستان او بریتانیې د څلورمې درې اړخیزې غونډې د نتایجو او پریکړو هرکلی وکړ.
د دې شورا ویاند مولوي شهزاده شاهد نن آزادي راډيو ته وویل چې په نږدې راتلوکې کې به د دې شورا یو پلاوی پاکستان ته د طالبانو له دوهم درجه مشر ملا عبدالغني برادر سره د لیدو په هدف سفر وکړي.
هغه وویل چې؛ د سولې عالي شورا د دې سفر لپاره پوره تیاری لري.
مولوي شاهد وایي چې؛ دوی له پاکستان نه د سولې په بهیر کې د صادقانه همکارۍ غوښتنه کوي.
پاکستان ته د سولې عالي شورا د پلاوي د تګ په هکله پریکړه تیره ورځ د افغانستان، پاکستان او بریتانیې په درې اړخیزه غونډه کې وشوه.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcb0zbz.rhbzzp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته